د لاس رسي وړ اتصالات

د غزني ولایت د پولیو سږني کمپاینونه بریالي وو – روغتیايي مسؤولین


عکس- ارشیف
عکس- ارشیف

روغتیایي مسؤولین په غزني ولایت کې د پولیو واکسین کمپاینونه په روان ۲۰۲۳ میلادي کال کې ډېر بریالي بولي.

دوی وایي چې سږني کال کمپاینونو کې ټولې ولسوالۍ شاملې وې او رضاکاران ټولو سیمو ته رسیدلي دي.

په غزني ولایت کې د روغتیا نړیوال سازمان مسؤول، ډاکټر فضل احمد حنیف له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل چې یو شمیر ولسوالیو کې د واکسین نه کولو پيښې زیات وو، نو د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا یونیسف لخوا د پوهاوي برخه کې ځینې پروګرامونه تطبیق شول، چې ډیرې مثبتې لاسته راوړنې یې درلودې.

ښاغلي حنیف وویل: "غزني ولایت کې د پولیو واکسین کمپاینونه په ۲۰۲۳ میلادي کال کې په ډیر ښه شکل سره او په موافقانه ډول سره تطبیق شول .د هغې ځانګړتیاوې دا وې چې کومه استثناء پکې نه وه، ټولې ولسوالۍ پکې شاملې وې، امنیتي وضعیت ښه وو، رضاکارانو هرې ساحې ته رسیده ګي کولی شوه."

د نوموړي په وینا، یونیسف هم په ځینو ولسوالیو کې چې هلته د پولیو واکسین د نه کولو پيښې زیات وو، بعضي فعالیتونه پیل کړي وو او د هغې لاسته راوړنې هم ښې وې او دا هغه عوامل وو چې د پنځو کالو کم عمره ماشومانو د واکسین تطبیق کچه یې لوړه کړه.

د دې ترڅنګ، د غزني ولایت یو شمېر اوسېدونکي هم روان کال کې د پولیو څاڅکو کمپاینونه له لاسته راوړنو ډک ګني. دوی له امریکا غږ سره په خبرو کې د سږني کال د ګوزڼ یا پولیو واکسین د ښه تطبیق یو لامل ولس ته د واکسین د تطبیق د ګټو په اړه پوهاوي ګڼي.

د غزني د قرباغ ولسوالۍ اوسیدنکې، فیروزه پدې هکله وویل: "زموږ کلي کې سږکال واکسین په خپل وخت سره ورسیدل اوماشومان واکسین شول او میرمنو ته د میرمنو لخوا په کورونو او کلنیکونو کې عامه پوهاوي ورکړل شو، ترڅو خپل ماشومان واکسین کړي او جوماتونو کې سړو ته د سړو لخوا پوهاوی ورکړل شو، ترڅو خپل ماشومان واکسین کړي."

د نوموړې په وینا، هیله ده چې دې پروسه کې ډیرې هلې ځلې وشي، ترڅو زموږ ماشومان له تل پاتې معلولیت څخه وژغول شي او زموږ هېواد کې د دې ویروس کچه صفر ته ورسیږي.

د غزني ولایت د ده یک ولسوالۍ اوسېدونکی، مطیع بیا وايي: "فعلا زموږ ولسوالۍ کې د پولیو واکسین په ډیره ښه ټوګه سره تطبیق کیږي، زیاتې ستونزې شتون نلري او د عامې روغتیا ریاست ترڅنګ د یونیسف لخوا خلکو ته عامه پوهاوی ترسره کیږي، ترڅو خلک خپل ماشومان په ښه توګه واکسین کړي او د عامې روغتیا وزارت هم هڅه کوي ترڅو دا پولیو واکسین تر هر کلي، هر کور او هر ماشوم پورې ورسوي، ترڅو کوم ماشوم پاتې نشي او خلک هم خپل ماشومان په ښه توګه واکسینوي."

خو د روغتیايي چارواکو په وینا اوس هم د واکسین رد د یو شمېر کورنیو لخوا یو خنډ دی چې یو شمېر ماشومان له دې کبله له واکسین څخه پاتې کیږي او دا کورنۍ لا هم چمتو ندی چې خپل ماشومانو ته د ګوزڼ یا پولیو واکسین څاڅکي تطبیق کړي، خودوی هڅه کوي دا خنډ په ۲۰۲۴ میلادي کال کې له منځه یوسي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG