د لاس رسي وړ اتصالات

سپین بولدک کې راستنېدونکو ماشومانو ته د پولیو واکسین ځانګړي ټیمونه ګمارل شوي - مسؤلین


افغانستان کې د پولیو واکسین
افغانستان کې د پولیو واکسین

له پاکستان څخه د افغانستان جنوبي ولایتونو ته د راستنیدونکو افغان کډوالو ماشومانو د واکسین لپاره په سپین بولدک کې اضافي روغتیايي ټيمونه ځای پر ځای شوي.

د سپین بولدک او چمن دروازه د عام تګ راتګ پر مخ تړل شوې، خو هره ورځ تر ۸۰ پورې ماشومان له خپلو کورنیو سره له پاکستان څخه له دې لارې خپل هېواد ته راستنیږي.

د ګوزڼ پرضد د مبارزې مسؤولین وایي، چې دا مهال همدومره ماشومانو ته له سپین بولدک څخه د راتګ پر مهال د پولیو واکسین ورکول کیږي.

د جنوبي حوزې د پولیو د بیړني مرکز یو مسؤول، ډاکټر جمال الدین وایي، چې د همدې ګواښ له امله یې سپین بولدک ولسوالۍ ته د واکسین د پخوانیو ټیمونو ترڅنګ نوي کاري ټيمونه لیږلي، څو ټول راستنېدونکي ماشومان واکسین کړي.

نوموړي وویل: "د سپین بولدک ولسوالۍ په صفري نقطه کې په دوامداره توګه وګړو ته واکسین ورکول کیږي. د بیرته راستنیدونکو هېوادوالو لپاره ځانګړي تدابیر نیول شوي او یا هم په ټولیزه توګه د نورو ولسوالیو په څیر په سپین بولدک کې هم د واکسین کمپاینونه تر سره کیږي."

هغه زیاته کړه، تر ډیره په بولدک ولسوالۍ کې د مهاجرو په راتګ سره موږ خپل کاري تیمونه استولي او مخکیني ټیمونه هم شته چې د مهاجرو راتګ سره خورا ډیر جدي دي.

د ګوزڼ پرضد د مبارزې مسؤولین وایي، چې اوس دوی زیاته پاملرنه د راستنیدونکو ماشومانو واکسین ته کوي، ځکه په پاکستان کې محيطي ویروس په لوړه کچه شتون لري او افغانستان کې زیاتې سیمې د ګوزڼ له ویروس څخه پاکې شوي دي.

هره ورځ په اوسط ډول لس ګونه کورنۍ د چمن او سپین بولدک له لارې افغانستان ته راستنیږي چې په نورو جنوبي ولایتونو کې ځای پر ځای کیږي.

د پوليو پر وړاندې د مبارزې مسؤولین وايي، چې د پرله پسې کار په پايله کې توانېدلي، چې د هېواد ډېرى سوېلي سيمې له پوليو څخه پاکې کړي.

د روغتیا نړیوال سازمان، د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا یونیسف د پولیو د له منځه وړلو په پروګرام کې د عامې روغتیا وزارت ته له نږدې بنسټونو سره همکاري کوي.

د یادو نړیوالو ادارو مسؤولین هم وایي چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د تګ راتګ ماشومانو د واکسین پروګرام د هغو سیمو لپاره مهم دی چې پخوا د واکسین په پایله کې د ګوزڼ ویروس څخه پاک شوي وو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG