د لاس رسي وړ اتصالات

په غزني کې د پولیو د کمپاينونو د ښه تطبیق په موخه نوي نوښتونه پیل شول - چارواکي


عکس- ارشیف
عکس- ارشیف

د غزني ولايت روغتيايي چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې يې د پولیو ضد واکسین د کمپاينونو د ښه پلي کېدو په موخه يو شمېر نوښتونه رامنځته کړي چې يو يې د سيمې او اراضي له مخې د واکسيناتورانو د کار وېش دى.

د دوی په خبره، د اراضۍ له مخې واکسیناتورانو ته د دندو ویشتل به اسانتیاوی رامنځته کړي او له دې وروسته به ماشومانو ته پوره پاملرنه وشي او له واکسینه به بې برخې پاتې نه شي.

په غزني ولایت کې د روغتیا نړیوال سازمان مسؤول، ډاکټر فضل احمد حنیف له امریکا غږ سره د دې نوښتونو د رامنځته کیدو په اړه وویل، چې په تیرو کمپاینونو کې به دوی هر ساحې ته په مساویاونه ډول واکسین، واکسیناتوران، کواردیناتوران او سوپروایزران درلودل پرته له دې چې د ساحې اراضې یا ستونزې په نظر کې ونیول شي.

د نوموړي په وینا، د نوي پلان له مخې، په هغو سیمو کې چې هلته د اراضي له لحاظه واکسین کول ستونزمن دي، رضاکارانو ته به لږ کار ورکړل شي او هرې سیمې ته به د کار په اساس واکسین او واکسیناتوران واستول شي.

نوموړي زیاته کړه: "موږ مساویانه تقسیمات وکړل، په ځینو ځایونو کې چې د یو ټیم کار زیات و، هغه مو کم کړ، او ځینې یې چې کم وو، هغو ته مو ساحه زیاته کړه. اراضي مو په نظر کې ونیوله، کومې اراضي چې سختې وې هغو ته مو د ماشومانو تعداد کم ورکړ، او کومې چې اسانې وی هغو ته مو زیات تعداد ماشومان ورکړل."

هغه زیاته کړه، له دې وروسته به معمولاً د موسم په پام کې نیولو سره د سهار په ۷:۳۰ بجو یا اته بجو کار پیلوي او د غرمې تر ۱۲ بجو پورې به کار کوي او له یوې وقفې وروسته به بیا د ماسپښین له یوې بجې څخه تر څلورو بجو خپل کار ته دوام ورکوي او هغه غیر حاضر ماشومان به واکسین کوي چې سهار یې نومونه یادداشت کړي وي.

بل خوا د سیمې واکسیناتورانو هم له امریکا غږ سره په خبرو کې د نویو نوښتونو په رامنځته کیدو خوښي وښوده او ویې ویل چې د هرې سیمې لپاره د دوی د اړتیاوو په اساس ځانګړي ټیمونه جوړ شوي چې په اساس یې هر ماشوم ته هر چیرې واکسین شتون لري او واکسین ته د کورنۍ لاسرسی هم آسانه شوی.

د سیمې یو واکسیناتور، مطیع الله ساحل امریکا غږ ته وویل: "اوس وخت زموږ په ولایت کې د پولیو واکسین په ښه توګه ترسره کیږي او د یاد واکسین په تطبیق کې ډیر زیات مثبت بدلونونه راغلي، هرې سیمې لپاره د اړتیا وړ رضاکاران په پام کې نیول شوي او د تیرو کمپاینونه په پرتله، اوس د مانیتورانو لخوا هم ښه نظارت ترسره کیږي ترڅو ماشومان له واکسینه پاتې نشي او هر ماشوم ته واکسین ورسیږي."

د ګل ولي ولیزي په نوم په سیمه کې یو بل ډاکټر هم وویل: "مونږ به هر ماشوم ته واکسین رسوو که هغه په کور کې وي او که بهر. موږ به هرومرو هغوی ته واکسین رسوو، ځکه هره سیمه کې ځانګړي ټیمونه لرو. ماشوم چې هر ځاي کې وي، واکسین ورته رسیږي، دی سره کورنۍ خوشحاله کیږي او موږ سره پوره همکاري کوي."

د روغتيايي چارواکو په وينا، پداسې حال کې چې د دوى په هڅو او د کورنيو په همکارۍ په ياد ولايت کې د پوليو ضد واکسين کمپاين په برياليتوب سره روان دى، دوی به د عامه پوهاوي هڅې روانې ساتي، تر څو هغه کورنۍ چې لا هم واکسین د خپلو ماشومانو روغتیا ته تاوان رسونکی ګڼي، په دې قانع کړي چې دا واکسین د دوی ماشومان له تل پاتي معلولیت څخه ژغوري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG