د لاس رسي وړ اتصالات

پوتین: روسي کورنۍ باید د روسیې د بقا لپاره لږترلږه دوه ماشومان ولري


د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين
د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د پنجشنبې په ورځ، فبرورۍ ۱۵ (سلواغې ۲۶مه) وويل چې په روسيه کې کورنۍ بايد د دغه هېواد د قومي هویت د بقا او پایښت لپاره لږ تر لږه دوه ماشومان ولري او که غواړي وده او پرمختګ وکړي، بايد درې يا تر هغه زيات ماشومان ولري.

د ۲۰۲۰ کال په فبرورۍ میاشت کې پر اوکراین د پوځي یرغل له پیل راهیسې،روسیې ته سخت ځاني زیان اوښتي دي، چې کره شمېر یې معلوم نه ده. د دې ترڅنګ، سلګونو زره روسي اتباع له دغه جګړې سره د مخالفت او یا جګړې ته د استولو له وېرې له خپل هېواده تښتیدلي دي.

پوتین په اورال کې د زغره وال ټانکونو د یوې فابریکې کارکوونکو ته وویل، که د روسیي خلک د خپل هویت ساتل غواړي، نو هره کورنۍ باید لږترلږه دوه ماشومان ولري.

هغه زیاته کړه: "که موږ غواړو د یوې قومي ډلې یا د روسیې د اوسیدونکو په توګه پایښت ومومو، نو په کار ده چې باید لږترلږه دوه ماشومان ولرو."

د پوتین په وینا، که هره کورنۍ یوازې یو ماشوم ولري، دا پریکړه به د روسیې نفوس باندې منفي اغیزه وکړي. هغه وويل: " د ودې او پرمختګ لپاره، تاسو بايد لږ تر لږه درې ماشومان ولرئ."

پوتین ځان د کورنۍ، تابعیت او ارتودوکس مسیحیت پر بنسټ د "دودیزو ارزښتونو" ملاتړی ګڼي. په روسیه کې د خپل ۲۴ کلونو واکمنۍ په بهیر کې، هغه د جنسیت او جنسي لیوالتیا په تړاو د نظر څرګندول نه یواځې په کلکه محدود کړي، بلکې د همجنسبازانو او دغو ډلو پورې اړوند خوځښتونه یې هم منع کړي‌ دي.

د ۱۹۹۰ لسیزې په لومړیو کې د پخواني شوروي اتحاد له ړنګیدو وروسته، د روسیې د نفوس په وده کې تدریجي کمښت لیدل کیږي، کوم چې د نورو ستونزو لکه د الکولو د استعمال له امله لا زیات شوی.

د روسیې د احصايې اداره وايي، د ۲۰۲۳ کال په پیل کې د دغه هېواد نفوس ۱۴۶.۴ میلیونه اټکل شوی وو، په داسې حال کې چې ۲۰ کاله وړاندې د دغه هېواد نفوس ۱۴۹ میلیونه وو.

خو په تېرو دوو لسیزو کې د روسیې تر ټولو ټیټ نفوس د ۲۰۰۷ او ۲۰۱۲ کلونو ترمنځ وو، چې ۱۴۳ میلیونه اټکل شوي وو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG