د لاس رسي وړ اتصالات

د پخوانۍ اردو یو عسکر چې د بې کارۍ له امله په نشو اخته شوی


د پخوانۍ اردو یو عسکر چې د بې کارۍ له امله په نشو اخته شوی
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:29 0:00

په نشه يي موادو اخته یو روږدی چې ادعاء کوي، د پخواني نظام د اردو یو سرتیری و، اوس د بې کارۍ له امله په نشه يې توکو روږدی شوی او له کوره لرې په جلال اباد ښار کې د کومې سرپناه پرته د ژوند سختې ورځې تېروي.

په نشه يي موادو اخته یو روږدی چې ادعاء کوي، د پخواني نظام د اردو یو سرتیری و، اوس د بې کارۍ له امله په نشه يې توکو روږدی شوی او له کوره لرې په جلال اباد ښار کې د کومې سرپناه پرته د ژوند سختې ورځې تېروي.

دغه معتاد چې حفیظ الله نومیږي، وايي، د تېرې اردو نه ترخیص شوی او دا هم وايي، چې پخوا یې کار درلود او اوس بې کاره دی.

دی وايي، له ترخیص وروسته يې نه غوښتل چې د اردو په لیکو کې خپل قرارداد ته دوام ورکړي او د بل کار روزګار په لټه و، خو کار یې و نه مونده اوس په نشو اخته دی.

هغه وویل: ”شپږ کاله مې پریښي و خپله په وظیفه کې ومه، له هغې نه بعد ترخیص شوم او له ترخیص وروسته دلته راغلم بیا په دې شیانو واوښتم، بس بې روزګاري شوله“.

دا معتاد وايي، په روغتون کې هم بستر شوی دی او چې را وتلی او کار روزګار ورته نه دی پېدا شوی نو بیا يې له روږدو سره ناسته ولاړه شروع شوې ده.

حفیظ الله وايي: ” نه کار شته او نه دیاړي شته دی. چېرته کار و بار سړي ته پیدا شي مطلب مصروفه شي، نشې تماشې پرېږدې او هماغې کار سره مشغول يې مطلب چې له نشو نه خلاص وي“.

وايي، د نشه يې ځای په ټولنه کې په هیڅ ځای کې نه کېږي او دی هم په میاشتو میاشتو کور ته نه ځي او شپې او ورځې يې له معتادینو سره په ویالو او چټلیو کې وي.

هغه وايي، اوس پښېمانه دی او غواړي له نشو روغ شي او د یو کار زمینه ورته برابره شي.

دی زیاتوي:”له دې نه غټ شرم نشته، چې د خپل او خپلوانو مخکې نشې او تماشي کوي. هغه غټ بې شرمه انسان وي چې یا د کور مخې ته او د مور او پلار مخکې نشې کوي“.

دده په څېر لسګونه ځوانان چې د نشه يې توکو کارونې له کالونو راهیسي بوخت و، یو یا دوه ځله د درملنې په موخه روغتون ته هم تللي دي، خو چې را وتلي دي نو د بې کارۍ له امله يې بیا نشو ته مخه کړې ده.

XS
SM
MD
LG