د لاس رسي وړ اتصالات

په کونړ کې یو شمېر بڼوال ددوی حاصلاتو ته د مارکیټ له نشتوالي سرټکوي


په کونړ کې یو شمېر بڼوال ددوی حاصلاتو ته د مارکیټ له نشتوالي سرټکوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:59 0:00

په کونړ کې د لېمو یو شمېر بڼوال وايي، د لېمو د پلور لپاره مناسب مارکیټ نه شتون د دې لامل شوی چې حاصلات يې په نېمه بیه وپلورل شي.

د دې ولایت په نورګل ولسوالۍ کې عبدالله یو له هغو بڼوالو دی، چې په شاو خوا یو جریب ځمکه يې په شخصي لګښتونو د چینايي لېمو بڼ جوړ کړی دی. هغه وايي، ډېر وخت وشو چې د لېمو د بڼ حاصلات را ټولوي، خو ګیله دا کوي چې د مناسب مارکیټ نه شتون له امله يې کړې لګښتونه هم نه پوره کېږي.

عبدالله امریکاغږ ته وویل:”چې د فصل وخت ورسېږي بس هغې وخت زمونږ مارکیټ نه وي. که یو نېم سړی راشي رانه يې په نیمه بیه اخلي. داسې مارکیټ نشته چې مونږ هلته خپله محصولات یوسو، خرڅ يې کړو او زیاته ګټه وکړو. “

دا بڼوال وايي، د لېمو د بڼوالۍ زیار زیات دی او د هر بوټي میوې ته درې کاله انتظار باسي.

نوموړی وايي، په لومړیو وختونو کې ټول باغ شاو خوا ۴۰ یا ۵۰ منه لېمو حاصلات ورکوي، خو چې کله ښه حاصل ته ورسېږي او بوټي پاخه شي، نو حاصلات يې لا څو چنده زیاتېږي.

هغه وايي، د بڼوالۍ لپاره لازم وسایل او د دې ترڅنګ د کیمیاوي درملو او سرو په برخه کې هم له ستونزو سره مخ دي.

د هغه په خبره، که کیمیاوي درمل او سري يې په خپل وخت ورته ورسېږي نو د لېمو د دې بڼ حاصلات به يې څو چنده ښه شي.

نوموړی د کرنې ریاست او همدا راز د کرنې په برخه کې له اړوندو مرستندویه ادارو څخه غوښتنه کوي، چې د مسلکي بڼوالۍ په برخه کې يې هم مرسته وکړي، ځکه دوی په دغه برخه کې پوهاوی نه لري.

په کونړ کې په وروستیو کلونو کې بڼوالۍ ته خلکو ډېره پاملرنه کړې ده او نږدې هره ولسوالۍ کې خلک هڅه کوي د بېلابېلو برخو بڼوالي وکړي.

XS
SM
MD
LG