د لاس رسي وړ اتصالات

د خلکو اقتصاد خراب شوی د سبزیو بازار هم را لویدلی – کروندګر


د خلکو اقتصاد خراب شوی د سبزیو بازار هم را لویدلی – کروندګر
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:03 0:00

په ننګرهار کې یو شمېر کروندګر وايي، چې د سبزیو مارکیټ تر پخوا خراب شوی دی او دا ځکه چې د خلکو اقتصاد کمزوری شوی دی. فرمان الله ساپي د جلال اباد ښار اتمې ناحيې اړوند، بحراباد سیمه کې په شاو خوا درې جریبه ځمکه کې له تېرو څو کالو راهیسې سبزي کري.

نوموړی وايي، ځمکه يې په کال کې جریب په ۳۵۰۰۰ زره افغانۍ اجاره نیولې او دا وخت يې پکښې ګندنه کرلې، چې څو فصله يې ترې پلورلې او تر جوزا میاشتې پورې لا هم حاصل ورکوي.

هغه امریکاغږ ته ویلي، چې د پخوا په پرتله يې د سبزیو د پلور بازار خراب شوی دی او د هغه په اند، لامل يې د خلکو خراب اقتصادي حالت دی.

هغه وايي، ټول کروندګر د سبزیجاتو حاصلات د جلال اباد ښار لغمان هډې تر څېرمه مارکیټ کې پلوري او له هغه ځایه بیا کابل او نورو ولایتونو ته لېږدول کېږي.

دی وايي، اکثریت د سبزیجاتو سوداګر له کابل راځي او بیا يې له کابل څخه نورو ولایتونو ته هم لېږدوي.

نوموړي امریکاغږ سره خبرو کې ګیله کوي، چې د کرنې په برخه کې د ځینو موسسو لخوا مرستې کېږي خو دا مرستې مشخصو او کمو کروندګرو ته ورکول کېږي.

د فرمان الله په خبره، چې اصلاح شویو تخمونو، کیمیاوي سرو او تر ټولو لویه ستونزه يې د اوبو د سربند خرابوالی دی، چې کروندګر يې ټول له ستونزو سره مخ کړي دي.

XS
SM
MD
LG