د لاس رسي وړ اتصالات

په ایران کې پارلماني ټاکنې؛ له حکومت څخه د خلکو د نارضایتۍ کچه مخ په زیاتېدو ده


د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي، چې رایه ورکول یو دیني مکلفیت بللی، لومړنی کس و چې د جمعې ورځې په ټاکنو کې یې رایه ورکړه.
د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي، چې رایه ورکول یو دیني مکلفیت بللی، لومړنی کس و چې د جمعې ورځې په ټاکنو کې یې رایه ورکړه.

په ایران کې خلکو د جمعې په ورځ، مارچ لومړۍ (کب ۱۱مه) په پارلماني ټاکنو کې پداسې حال کې برخه واخیسته چې د اقتصادي ستونزو او په هغه هېواد کې د مدني فعالیتونو پر ازادۍ د محدودیتونو د لګولو له امله نارضایتي مخ په زیاتېدو ده.

دا پداسې حال کې دي چې د جمعې ورځې پارلماني ټاکنو ته په ایران کې د مذهبي مشرتابه د واک د آزمون په سترګه هم کتل کېږي.

د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي، چې رایه ورکول یو دیني مکلفیت بللی، لومړنی کس و چې د جمعې ورځې په ټاکنو کې یې رایه ورکړه.

خامنه يي د ایران دولتي ټلویزیون کې وویل: " ژر تر ژره رایه ورکړئ ... نن د ایران د دوستانو او غلیمانو سترګې دې پایلو ته دي. دوستان خوشحاله او دښمنان مایوسه کړئ."

په ایران کې نننۍ ټاکنې په ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳م کلونو کې د حکومت ضد لاریونونو وروسته، چې په ترڅ کې یې سلګونه کسان د امنیتي ځواکونو له خوا په ډزو ووژل شول او زرګونه کسان ونیول شول، لومړنۍ ټاکنې دي.

د ایران واکمنان د خپل مشروعیت د بقا لپاره، په ټاکنو کې د خلکو پراخ ګډون ته اړتیا لري، ځکه چې د ۲۲ کلنې ایرانۍ کردۍ میرمنې مهسا امیني له وژل کیدو وروسته، ایران د لاریونونو او پراخه ګډوډيو شاهد و. خو رسمي نظر پوښتنې ښيي چې یوازې ۴۱ سلنه ایرانیانو چې د رایو ورکولو په شرایطو برابر وو، په دې پارلماني تاکنو کې به ګډون وکړي.

د ۲۰۲۰ کال په پارلماني ټاکنو کې د خلکو ګډون تر ټولو ټیټې تاریخي کچې، یعنې ۴۲.۵ سلنې ته رسېدلی و، په داسې حال کې چې د ۲۰۱۶ کال په ټاکنو کې د خلکو ګډون نږدې ۶۲ سلنه وه.

بلخوا د حکومت یو شمېر منتقدینو په هغه هېواد کې پارلماني ټاکنې د ټولنیزو رسنیو له لارې یو "سرکس" بللې او له خلکو یې غوښتي چې په ټاکنو کې له رای ورکولو ډډه وکړي.

د حکومت د منتقدینو په اند، په ټاکنو کې ګډون اسلامي حکومت ته مشروعیت ورکوي. خو د ایران دولتي ټلوېزيون د ځينو رايه ورکوونکو له خولې ویلي، چې دوى د ايران د مشر خامنه یي د خوشالولو لپاره رايه ورکوي.

همدارنګه د ایران د کورنیو چارو وزارت ویلي چې په ټول هېواد کې د پارلمان د ۲۹۰ څوکیو لپاره ۱۵۲۰۰ کسان سیالي کوي. تمه ده چې د شنبې په ورځ به د دې ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شي.

که څه هم د خامنه یي په ګډون ایراني چارواکو له خلکو غوښتي چې د هغه هېواد په ټاکنو کې په پراخه کچه ګډون وکړي، خو د "اعتماد انلاین" په نوم رسنۍ د کب میاشتې په لومړۍ نېټه لیکلي و: " په دغه هېواد کې اقتصادي او ټولنیزې ناکراریو ته په پام سره داسې ښکاري چې حتی د "اصولګرایانو" ځینې کړۍ هم په دغو ټاکنو کې د پام وړ ګډون هیله نه لري.

د ایران د پارلماني ټاکنو یو ورځ مخکې، د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند میتو میلر د امریکا غږ د فارسي څانګې خبریال ته وویل، چې د ایران په اسلامي جمهوریت کې ټاکنې ازادې او عادلانه نه دي.

میلر په خپله خبری ناسته کې د ایران له "پارلماني" ټاکنو څخه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د غوښتنو او ارزونې په هکله د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، دی په ایران کې د ازادو او عادلانه ټاکنو د ترسره کیدو تمه نه لری او د هغه په وینا، د ایران خلک هم پدغه هېواد کې د ازادو او عادلانه ټاکنو تمه نلري.

هغه وویل:" لکه څنګه چې تاسو پوهیږئ، په زرګونو کاندیدان لا دمخه په یو غیر شفاف بهیر کې د نوماند کېدو څخه بې برخې شوي او نړۍ له ډیرې مودې راهیسې په دې پوهیدلې چې د ایران سیاسي نظام یو غیر دیموکراتیک او غیر شفاف اجرائیوي، قضایي او ټاکنیز نظام لري. "

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG