د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران د ولسمشرۍ څوکۍ ته دوه مهم کسان کاندیدان شول


تصویر د ایران د تېرو انتخاباتو دي
تصویر د ایران د تېرو انتخاباتو دي

د ایران د جمهوري ریاست د انتخاباتو لپاره دوو مهمو اشخاصو ابراهیم رئیسي او علي لاریجاني ځانونه کاندیدان کړل.

رئیسي د ایران د عدلي ځواک مشر او لاریجاني د ایران د پارلمان پخوانی مشر او د هستوي پروګرام پخوانی مرکچی دی چې دواړه د دغه هېواد مذهبي مشر ایت الله علي‌ خامنه ته نږدې کسان بلل کیږي.

ایران بله میاشت د جون په ۱۸ ټاکنې لري‌ چې د ولسمشر حسن روحاني ځای ناستی انتخاب کړي.
لاریجاني تمه لري چې د سخت دریځو او منځلارو ملاتړ خپل کړي او د دوی ترمنځ موجود واټن ختم کړي.

ښاغلي رئیسي په ۲۰۱۷ په انتخاباتو کې ماتې وخوړه.

اوسنی ولسمشر حسن روحاني دوه دورې د ایران جمهور رئیس و او د ایران د قانون له مخې نشي کولی چې بیا ځان کاندید کړي.

اصلاح غوښتونکي او د بشري حقونو فعالان وايي چې رئیسي یو سخت دریځه قاضي دی او په ۱۹۸۰ کلونو کې د هغو څلورو قاضیانو په ډله کې و چې سلګونو سیاسي فعالانو ته یې د مرګ سزا ورکړې وه.

په ایران کې د جمهوري ریاست د کاندیدانو نوملیکنه د سه شنبې په ورځ پیل شوه او تمه ده چې ډېر کسان به ځانونه کاندید کړي،‌ خو اندېښنې دا د چې د اقتصادي ستونزو له کبله به ښايي په ټاکنو کې د خلکو ګډون ډېر زیات نه وي.

XS
SM
MD
LG