د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې د ټېنډېو یو شمېر کروندګر د خپلو کروندو له حاصلاتو خوښ دي


ننګرهار کې د ټېنډېو یو شمېر کروندګر د خپلو کروندو له حاصلاتو خوښ دي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:50 0:00

د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې ځینو کروندګرو چې سږ کال یې د کوکنارو په ځای نورو کښتونو ته مخه کړې ده وايي، د سږني کال له حاصلاتو خوښ دي.

د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې ځینو کروندګرو چې سږ کال یې د کوکنارو په ځای نورو کښتونو ته مخه کړې ده وايي، د سږني کال له حاصلاتو خوښ دي.

پدغه ولسوالۍ کې یو کروندګر صاحبزاده وايي، په شاو خوا یو جریب ځمکه يې ټېنډې کرلي دي او اوس تازه حاصلات ته رسېدلي دي. وايي، ټېنډې تاسې سېزن کې کري، چې نور سبزیجات نه وي او د دوی حاصلات په ښه موقع رسېږي، چې په لومړیو کې يې بازار بیخي ښه وي.

صاحبزاده وايي:”دا ګټه کوي او تاوان نه کوي، جریب چې ښې راشي ټېنډې مثال ۵۰ زره یا ۶۰ زره افغانۍ کوي“.

نوموړی وايي، د خپلو کرلو فصلونو حاصلات بازار ته نه وړي، بلکې ځمکو ته يې پېرودوونکي ورځي او سبزیجات ترې اخلي.

وايي، له ننګرهار، لغمان او کونړ څخه هټۍ وال ورځي او ټېنډې ترې اخلي او بیا يې په دوکانونو کې په عامو پېرودوونکي پلوري.

دغه بزګر وايي، په ځمکه کرکیله هیڅ وخت تاوان نه کوي.

نوموړي امریکاغږ ته وویل:”ځمکه هیڅ وخت تاوان نه لري، تاوان يې هغه ده چې مطلب ځمکه شاړه شي او مرض پرې را شي نور چې په ۳۰ یا ۴۰ افغانیو باندې هم تاوان نه کوي، بله خوبي په کې دا شوه چې مخکې به مونږ یوه بورۍ سره په اوه اونیم زره افغانۍ اخیسته نو ارزاني یو څه اندازه راغلې ده“.

نوموړی وايي، شاو خوا ۱۸ جریبه ځمکه يې په ورونو شریکه ده او له ډېر کلونو راهیسې غنم او سبزیجات کري.

خو هغه لویه ګیله دا لري، چې ډېره کمه مرسته ورسره شوې ده: ”مونږ ته زراعت یو کال بعد یعنې پروسږ کال نه هغه وړم کال او بیا سږ کال یوه بورۍ توره سره او یوه بورۍ سپینه سره را کړه، پنځوس کیلو يې غنم را کړي بیا يې را سره هیڅ مرسته نه ده کړې“.

د هغه په خبره، که چېرې کرنې ریاست او اړونده مرستندویه ادارې کروندګرو ته اصلاح شوي تخمونه او نورې مرستې ورکړې، نو د فصلونو حاصلات به لا ښه او ګټه به ډېره ترلاسه کړې.

XS
SM
MD
LG