د لاس رسي وړ اتصالات

په ننګرهار کې کروندګر د مرستو له نشتوالي سرټکوي


په ننګرهار کې کروندګر د مرستو له نشتوالي سرټکوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:35 0:00

د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې یو شمېر کروندګر شکایت کوي، چې هیڅ راز مرستې ورسره نه دي شوي او په کومو سیمو کې چې د کرنې اړونده مرستې شوي دي، هغه هم داسې څو مشخصو کسانو په خپلو کې ویشلي دي.

نعمت الله د دې ولسوالۍ په نواباد سیمه کې تازه د ګنیو په کرکیله پيل کړی دی، چې پخوا يې سبزي او نور کرنیزې توکي کرل. دی وايي، نه په تېر او نه هم اوس د طالبانو د واکمنۍ پرمهال ورسره مرسته شوې ده.

نوموړي امریکاغږ ته وویل: ”په یوې خبره کې مونږ سره مرسته نه دی شوی. نه د سرې شوی، نه د تخم شوی او نه هم د پیسو له خوا کوم کومک را سره شوی دی، چې راشي بس خپلو کې يې سره تقسیموي“.

نعمت الله وايي، پخوا سبزیو، غنم او نور فصلونه یې کرل، خو ګټه یې پکې نه کوله، مګر سږ کال يې د ګنیو کر کیلې ته مخه کړې ده.

هغه وايي، ځمکه يې په اجاره نیولې او په شاو خوا دوه جریبه ځمکه کې يې ګني په دې هیله وکرل، چې له پورونو به پکې خلاص شي.

د نعمت الله په څېر ګڼ شمېر کروندګر شته دي چې ځمکې يې په اجاره او یا دهقانۍ نیولي او له دې لارې خپلې کورنۍ ته نفقه پېدا کوي.

کروندګر هیله لري، چې د اصلاح شویو تخمونو، کیمیاوي سرو او همدا راز په نورو برخو کې يې کرنې ریاست او نورې مرستندویه ادارې مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG