د لاس رسي وړ اتصالات

نشه يي توکي له یوه روږدي د عزت ژوند اخلي – یو معتاد


نشه يي توکي له یوه روږدي د عزت ژوند اخلي – یو معتاد
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:59 0:00

جلال اباد ښار کې په نشه يي توکو یو روږدی چې هر ډول نشه یې کړې ده او ترڅنګ یې د دوو لورګانو پلار هم دی وايي، مخدره مواد د یوه معتاد ټول ژوند په تېره بیا عزت او غیرت ترې اخلي.

جلال اباد ښار کې په نشه يي توکو یو روږدی چې هر ډول نشه یې کړې ده او ترڅنګ یې د دوو لورګانو پلار هم دی وايي، مخدره مواد د یوه معتاد ټول ژوند په تېره بیا عزت او غیرت ترې اخلي.

دغه معتاد چې محمداغا نومیږي، شاوخوا ۱۲ کاله یې نشه يي توکي کارولي دي. د هغه په وينا په لومړي ځل د پېښور په کارخانو کې یې په نشو پيل کړی او بیا وروسته ترکیې ته د مزدورۍ لپاره هم تللی و.

محمداغا له امریکاغږ سره د جلال اباد په ښار کې خبرې کړي دي.

نوموړی وايي: ”کابل نه ۱۵ ورځې کېږي چې راغلی یم بچیانو پسې مې، هغوی په لغمان کې دي، خو هغوی ویلي یو څو ورځې بعد به لاړ شو، نو زه دلته راغلم او دلته ګیر پاتې شوم، د ورځې نشه کوم او د شپې په هوټلونو کې اوسېږم. زه ۱۲ کاله کېږي نشه کوم، په ترکیه کې مې بونزا نشه کړې ده. تریاک، شیشه، کریستال او دا هر څه مې کړي دي.“

وايي، څو ځلې په کابل کې په روغتون کې بستر شوی دی، خو چې را وتلی نو د بې روزګارۍ له امله يې بیا نشه يې توکو کارونې ته مخه کړې ده.

محمداغا سخت پښېمانه دی او وايي، د نشه يې انسان مېرمن او اولادونو نورو ته محتاجه کېږي او په خبره یې له دې لویه بې غېرتي نشته ده.

نوموړی وايي: ”یوه ښځه مې ده او دوه لورګانې لرم، مونږ د ناموس لپاره زنده ګي کوو، چې ناموس مو له لاسه لاړ شي او یا ذلیله شي نو بیا څه ژوند شو. د عملي (معتاد) سړي ناموس بل ته احتیاجوي نو له دې نه لویه اشتباه بله نشته.“

د محمداغا په څېر ګڼ شمېر نور د نشه يې توکو روږدي انسانان شته، چې څو څو ځله د درملنې په موخه روغتونونو کې بستر شوی دي، خو چې له روغتون را وتلي نو بیا روږدي شوي دي.

عام خلک وايي، په افغانستان کې بې روزګاري ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو ده او همدا لامل دی، چې د نشه يې توکو روږدي ځوانان لا نور په اعتیاد روږدي کېږي.

XS
SM
MD
LG