د لاس رسي وړ اتصالات

سږکال تخمونه ګران دي او اصلاح شوي تخمونه هم نشته - کروندګر


سږکال تخمونه ګران دي او اصلاح شوي تخمونه هم نشته - کروندګر
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:56 0:00

په ننګرهار کې یو شمېر کروندګر له دې امله شکایت لري، چې سږ کال تخمونه ګران شوي دي او ترڅنګ یې ښه او اصلاح شوي تخمونه لږ او یا دوی ته د مرستې په شکل نه ورکول کیږي. د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې یو شمېر کروندګر وايي، له بازاره غېرې اصلاح شوي تخمونه اخلي، خو چې وې کري نو ښه حاصلات نه ورکوي.

بختیار چې یاده ولسوالۍ کې شاو خوا دوه جریبه ځمکه کې بانجان، فاصلیه او رومیان کرلي دي وايي، ځمکې يې په اجاره نیولې او هر کال پرې د ځمکې مالک اجاره لوړوي.

دی وايي، تخمونه يې له بازاره اخیستي، خو چې خراب و نو اوس يې ډېر سوځېدلي دي.

بختیار وویل:”سږ کال تخمونه ډېر قیمته و، بل داسې تخمونه نشته چې ښه وي، د رومیانو تخم مې اچولی دی. ټول سوځیدلي دي. یو پاکټ تخم په ۳۰۰۰ افغانۍ، څلور زره او تر لاس زره پورې تخمونه و، نتیجه نه ورکوي اوس ټول وچ شوي دي“.

د هغه په خبره، د سبزیو د پلور لپاره يې مناسب مارکیټ نشته او کله چې د سبزیو حاصلات ورسېږي، نو بیا بانجان او نور یو پاکټ په ۷۰ او یا ۸۰ افغانۍ باندې پلورل کېږي.

دوی وايي، که کرنې ریاست او د کرنې په برخه کې نورې اړونده مرستندویه ادارې د اصلاح شویو تخمونو، کیمیاوي سرو او همدا راز نورې مرستې وکړي، نو حاصلات به يې ښه او اقتصاد به يې لوړ شي.

XS
SM
MD
LG