د لاس رسي وړ اتصالات

په کونړ کې کروندګر د هوږې د پلور لپاره د بازار غوښتنه کوي


په کونړ کې کروندګر د هوږې د پلور لپاره د بازار غوښتنه کوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:44 0:00

په کونړ کې یو شمېر کروندګر وايي، چې تېر کال يې په لوړه بیه د هوږې تخم اخیستی و، خو د مناسب بازار د نشتوالي له امله يې ټول حاصلات له پلورلو څخه پاتې وو، خو سږکال غوښتنه لري، چې د هوږې حاصلاتو ته یې مارکیټ پیدا شي.

په خاص کونړ ولسوالۍ کې یو کروندګر اکرام الله وايي، تېر کال يې یو من د هوږې تخم په ۲۸زره افغانۍ اخیستی و، چې بیا يې حاصل د خراب بازار له امله پرې پاتې او سږ کال يې هماغه بیا په زیاته ځمکه کې وکرله.

هغه امریکاغږ ته وویل: ”یو من هوږه مې په ۲۸ زره افغانۍ اخیستې وه خو چې حاصل ورسېده، بیا ان څلور چنده ارازنه وه، نو خرڅه مو نه کړه، دا دی هماغه مې بیا په ډېره ځمکه وکرله، دا چې هر کال پاتې کېږي نو لوی مشکل دی“.

دی وايي، یو جریب ځمکه شاو خوا ۱۶۰ منه د هوږې حاصل ورکوي او چې مناسب بازار يې وي پر کوکنارو سربېره يې له نورو ټولو فصلونو حاصل ښه وي.

اکرام الله غوښتنه کوي، چې د تخمونو، کیمیاوي سرو او همدا راز د نباتي ناروغیو په مقابل کې درمل او د دوا پاشلو د پمپونو مرسته دې ور سره وشي، تر څو يې حاصلات خراب نه شي.

د هغه د معلوماتو له مخې په دې ولسوالۍ کې ګڼ شمېر کروندګرو د هوږې کرلو ته مخه کړې او کال تر کاله يې کر کیله مخ په زیاتېدو ده، خو چې مارکیټ يې نشته دا يې لویه ستونزه ده.

XS
SM
MD
LG