د لاس رسي وړ اتصالات

په کونړ کې کروندګر د سږني کال ښو حاصلاتو ته په تمه دي


په کونړ کې کروندګر د سږني کال ښو حاصلاتو ته په تمه دي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:44 0:00

په کونړ کې یو شمېر هغو کروندګرو چې تازه يې د هندواڼو کرلو ته مخه کړې ده، وايي هندواڼې د کوکنارو یو له ښو بدیلونو دی او ګټه يې هم نسبتا ښه ده. د دې ولایت د خاص کونړ په تنر سیمه کې حسن علي تازه په شاو خوا درې جریبه ځمکه د هندواڼو کر کړی دی، دی وايي، هیله لري سږ کال به ښه حاصلات ترې واخلي.

هغه وايي، تر دې وړاندې يې په ځمکو کې جوار، غنم او نورو توکي کرل، خو سږ کال يې د هندواڼو کر ته مخه کړې ده.

حسن علي امریکاغږ سره په خبرو کې وویل:”پټي کې مې هندواڼې کرلي دي او دا مې اولنی فصل دی. بعضې نورو دهقانانو سره ما وکتل ویلي چې له غنمو هم د هندواڼو ګټه ډېره ده، ځکه مې وکرلې، د دلوې په میاشت کې يې کر شروع کېږي او بیا جوزا کې حاصل ورکوي“.

نوموړی وايي، درې جریبه ځمکه ورسره په دریمه حصه دهقانۍ ده او خوشحاله دی چې له دې لارې د خپلې کورنۍ حلاله نفقه برابروي.

هغه وايي، تر اوسه د هندواڼو په کر باندې شاو خوا درویشت زره افغانۍ لګښت راغلی دی، خو په خبره يې چې دهنداڼو کر کیله د کوکنارو ښه بدیل دی.

هغه وايي، حلاله سوداګري ده او سوداګر کروندکو هندواڼۍ اخلي او لکه د کوکنارو په څېر پټ پلور ته اړتیا نه لري.

حسن علي وايي، باوري دی چې د هندواڼو له حاصلاتو به سږ کال آن تر پینځه سوه زره افغانیو پورې ګټه تر لاسه کړي.

خو د هغه په خبره، چې تر اوسه ورسره هیڅ راز مرسته نه ده شوي او اوس يې هم د هندواڼو تخم له بازاره یو پاکټ په ۳۰۰۰ افغانیو اخیستی دی.

د دوی غوښتنه دا د، چې کرهڼې ریاست او د کرهڼې په برخه کې نورې مرستندویه موسسات دې ورسره د اصلاح شویو تخمونو، کیمیاوي سرو او دغه راز د کروندې اړوندو نورو برخو کې مرستې وکړي.

XS
SM
MD
LG