د لاس رسي وړ اتصالات

هر کال مو فصلونه د اوبو د کمښت له امله سوځي - کروندګر


هر کال مو فصلونه د اوبو د کمښت له امله سوځي - کروندګر
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:37 0:00

د کونړ په نورګل ولسوالۍ کې ځېنې کروندګر د اوبو د کمښت او د ویالو د خرابوالي له امله له ستونزو سره مخ دي. دوی وايي، چې له دې امله یې ډېر کله حاصلات سوځېږي.

د دې ولسوالۍ د تورې تیګې په سیمه کې حیاخان ریحان په خپلو ځمکو کې غنم کرلي دي، چې اوس له بارانونو خوشحاله دی، خو وايي چې بارانونه نه وي نو د اوبو له لوی جنجال سره مخ وي.

ریحان امریکاغږ ته ویلي، چې له کونړ سیند څخه يې ځمکو ته یوه لویه ویاله را پورته شوې ده، خو وايي وړې ویالې يې خرابې دي چې د اوبخور ټول سیستم يې له مشکلاتو سره مخ کړی دی.

دی وايي، ډېر کله اوبه له سینده نه راپورته کېږي، نو که يې غنم وي او که نور فصلونه خو د اوبو د نشتوالي او وچکالۍ له امله سوځېږي.

هغه وايي:”مشکل دا دی، چې دا اوبه سیده شي او زمونږ دا ویالې پخې شي، نو مونږ ته به اسانتیا پېدا شي او دې مشکل نه به خلاص شو. هر کال فصل خراب او وسوځي. دهقان په تکلیف وي د ځمکو خاوند ګیله کوي چې ستاسو فصل ولې خراب وي، نو مونږ دا د اوبو مشکل لرو او بل دا دی چې مونږ لږ کمروزي دهقانانو یو چې یا پټي ته سره او تخم واخلو“.

حیاخان وايي، د نورګل په دې سیمه کې ګڼ شمېر کروندګر د اوبو او وچکالۍ له امله هر کال تاواني وي او د ځمکو له مالکانو پوروړي وي.

هغه وايي، که ځمکو ته يې را تېرې شوې ویالې او د اوبه خور سیستم ورغول شي نو په لویه کې به يې د اوبو مشکل حل او حاصلات به يې نه سوځېږي.

نوموړی وايي: ”زمونږه غوښتنه حکومت دا ده چې مونږ دا یو دا غټه د سیند ویاله دا جوړه کړي، او زمونږ دا نورې وړې ویالې پخې شي او همکاري راسره وکړي، ځکه مونږ له وچکالۍ نه په تکلیف یو“.

د کونړ په ګڼ شمېر سیمو کې کروندګر د اوبو له مشکلاتو سره مخ دي، ځکه کونړ سیند ډېر ښکته دی او په منظمه توګه ترې د اوبو پورته کېدو سیستم نه دی جوړ شوی، نو د همدې له امله ځمکې یا للمي پاتې دي او یا يې حاصلات خرابېږي.

XS
SM
MD
LG