د لاس رسي وړ اتصالات

د کروندګرو مرستې مستحقو بزګرانو ته نه رسیږي – ځينې کروندګر


د کروندګرو مرستې مستحقو بزګرانو ته نه رسیږي – ځينې کروندګر
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:37 0:00

په ننګرهار کې یو شمېر کروندګر شکایت کوي، چې د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو مرستې حقدارو کروندګرو ته نه ورکول کېږي او د دوی په ویناء دا مرستې ځینو داسې خلکو سره کیږي، چې اړتیا ورته نه لري.

مولاداد د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ اوسېدونکی دی، چې اوس مهال شاوخوا پینځه جریبه ځمکه يې په دهقانۍ نیولې او هر کال پرې حلال کښت کري.

هغه ګیله مند دی، چې تر اوسه ورسره هیڅ ډول مرستې نه دي شوي او شکایت کوي، چې د اصلاح شویو تخمونو مرستې له داسې خلکو سره شوي دي، چې هغوی ورته اړتیا نه لرله او بیرته يې په بازار پلورلي دي.

هغه وايي:”سرې راځي او راغلي هم دي خو داسې خلکو ته ورکول شوي دي، چې ضرورت يې ورته نه وي او بیرته يې خرڅې کړي دي، خو مونږ سره لا کومک نه دی شوی، مونږ تره زامن شاو خوا ۱۰۰ جریبه ځمکه په دهقانۍ کرو“.

هغه اوس د رومیانو او نورو سبزیو تخمونه د ګرمو خونو د نه لرلو له امله په پلاستیکونو کې کرلي دي، چې په کروندو کې کرلو ته برابره شي.

نوموړی وايي، که کیمیاوي سرې دي او که تخمونه دا هر څه له بارازه پېرې او په کروندو کې يې کري، خو ډېر کله خراب وي چې ښه حاصلات نه ورکوي.

مولا داد وايي: ”زمونږ خو دغه غوښتنه ده چې پکار ده چې دا مرستې کېږي او موسسات يې کوي داسې خلکو سره يې وکړي چې مستحق وي او نور يې وس نه کېږي چې خپلو فصلونه ته سرې ورکړي“.

هغه وايي، که څه هم یوازې دی، خو په کروندو کې يې ساعت تېر وي او خوښ دی، چې له دې لارې د کورنۍ لپاره حلاله نفقه پېدا کوي.

کروندګر وايي، که حکومت او نورې مرستندویه ادارې ورسره د اصلاح شویو تخمونو، کیمیاوي سرو او همدا راز د کرنې اړوند نورو برخو کې په وخت مرستې وکړي، نو مشکلات به يې حل او په خپل اقتصاد به بسیا شي.

XS
SM
MD
LG