د لاس رسي وړ اتصالات

په بلخ کې کروندګر وروستیو اورښتونو ته خوښ دي


په بلخ کې کروندګر وروستیو اورښتونو ته خوښ دي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:54 0:00

د تېر مني‌ او د ژمي په لومړيو کې که څه هم کروندګر د بارانونو او اورښتونو د کمي له امله اندېښمن وو، خو د ژمي په وروستیو کې اورښتونو اوس خپلو فصلونو ته هېله مند کړي دي. دوی وايي، چې د پسرلي‌ په رانېږدې کېدو سره د بارانونو کچه زیاته شوه او ددوی کښتونو ته په پوره توګه اوبه ور رسېدلې دي.

دغه کروندګر وايي وروستیو بارانونو یې په کښتونو ښه اغېزه کړې ده. په ورته وخت کې د بلخ ولایت د کرنې ریاست وايي‌،‌ چې د کب او اوري په میاشت کې د بارانونو کچه تر ۱۶۳.۱ میلي‌ متره پورې زیاته شوې ده.

د چمتال ولسوالۍ یو تن کروندګر صلاح الدین، چې سږ کال یې د کوکنارو پر ځای غنم کرلي‌ دي وايي،‌ چې په تېر ژمي کې د بارانونو کموالي‌ له امله خپلې کروندې ته په اندېښنه کې و خو په وینا یې د کب او وري په میاشتو کې بارانونو زیات اورېدل او ددوی کښتونو ته پوره اوبه ورسېدې.

هغه وویل: " دغه اول کې مونږ غنم وکرل. دغه بارانونو اوس ډېره ګټه وکړه.‌ دغه ځمکې یې سېر آبه کړې او په غرونو کې چې دغه واوره په دې وخت کې وشوه دې هم ډېره ګټه وکړه.‌ اوبه زیاتې شولې که چیرته مونږ دویم فصل هم کرو نو دا اوبه به زیاتې وي. مخکې مونږ په تشویش کې و چې دا اوبه مونږ ته په غنمو کې په نوبت کې نه شي. "

یو تن بل کروندګر اکبر وايي چې له باران سره د غنمو حاصلات یو په دوه چنده ښه کېږي. هغه وايي: "دې وروستیو بارانونو سل فیصده ګټه وکړه. مخکې چې وچکالي‌ وه غنم نه غتېږي. باران چې وي‌ کښت غټېږي‌ حاصل ښه کوي. مثال مخکې که به یې لس منه کول اوس شل منه کوي. "

په ورته وخت کې د بلخ ولایت د کرنې ریاست د ترویج مدیر محمد حسن عظیمي امریکا غږ ته وویل، چې د کب او وري‌ په میاشت کې تر ۱۶۳.۱ میلي‌ متر پورې اورښتونه شوي دي.

هغه وویل: "په بلخ ولایت کې تر اوسه پورې ۱۶۳.۱ میلي‌ متر پورې اورښتونه شوي‌ دي. اوس کروندګر ښه خوشاله دي. د میزان او جدي په میاشت کې ورښتونه ډېره کم وو او کروندګر په اندېښنه کې و. "

د طالبانو حکومت له خوا د کوکنارو په کر له بندیز وروسته ډېری وخت کروندګر له وچکالۍ شکایت کوي، دوی وايي له یوې خوا کوکنار بند شو او همداشان ددوی کښتونو ته پوره اوبه نه رسېږي؛ خو په سږ کال کې د وروستیو بارانونو راهیسي‌ کروندګر ښو حاصلاتو ته په تمه دي.

XS
SM
MD
LG