د لاس رسي وړ اتصالات

د اوبو د کمښت له امله باغونه مو د وچېدو له ګواښ سره مخ دي – کروندګر


د اوبو د کمښت له امله باغونه مو د وچېدو له ګواښ سره مخ دي – کروندګر
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:55 0:00

په کندهار کې یو شمېر بڼوال د اوبو له کموالي څخه شکایت کوي او وایي چې د اوبو د کمښت له امله یې بڼونه د وچېدو له ګواښ سره مخ دي.

ددغه ولایت یو کروندګر عبدالرحیم وايي، چې هر کال تر زیار او سخت کار وروسته به يې بیا هم د انارو بڼ د اوبو د کموالي له امله حاصل ته نه رسیدل، ځکه خو يې اوس هڅه پيل کړې چې هغه ونې کښېنوي چي لږو اوبو ته اړتیا لري.

هغه وویل: " باغونه مو کله کله د اوبو د کمښت له امله خراب سې. برمې مو ورته وهلې دي ، خو د هغه اوبه هم ورته بسنه نه کوي."

د کوکنارو زیاتره پخواني کرونده ګر اوس پر خپلو ځمکو د بڼونو جوړیدو ته مخه کړې خو د اوبو منابعو د کموالي بیاهم خپله لویه ستونزه یاده وي.

دوی زیاتوي چې له یوه پلوه دوامداره وچکالي او له بل پلوه د اوبو د منظم سیستم نشتون د دې باعث شوی چې بڼونه تل د اوبو د کموالي ګواښ سره مخ وي.

XS
SM
MD
LG