د لاس رسي وړ اتصالات

په ننګرهار کې د نیالګیو د بزغلیو ځینې فارم لرونکي د اوبو له جدي کمښت څخه سر ټکوي


په ننګرهار کې د نیالګیو د بزغلیو ځینې فارم لرونکي د اوبو له جدي کمښت څخه سر ټکوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:51 0:00

د ننګرهار ولایت په سره رود ولسوالۍ کې د نیالګیو د بزغلیو ځېنې فارم لرونکي وايي، چې د اوبو د نشتوالي له امله یې  ګڼ فارمونه له منځه تللي دي او سږ کال د دوی د کاروبار حالات ښه نه دي.

ددغه ولسوالۍ یو اوسیدونکی، الله محمد، امریکاغږ سره خبرو کې وویل، چې په دې سیمه کې کروندګر او په ځانګړي توګه د نیالګیو د بزغلیو فارم لرونکي د اوبو له جدي ستونزې سره مخ دي.

دی وايي:”سږ کال حالت خرابه دي اکثرو خلکو نرسرۍ پرېښودلې. زمونږ هم دا یو بوټی ولاړ دی چې لاچی دی او نور ختم شوي دي. دې سیمې ته اوبه نه رسېږي. دلته زمونږ ملګري دي، هغوی خپلې نرسرۍ ختموي، ځکه دلته اوړی بیخي اوبه نشته“.

هغه وايي، په شاو خوا یو نیم جریب ځمکه کې يې د نیالګیو د بزغلیو فارم جوړ کړی او په کې بېلابېل میوه لرونکي ونې او بوټي او همدا راز زینتي ګلان او نور ورسره دي.

د هغه په خبره، ګڼ شمېر کسانو ته په کې د کار زمینه برابره ده او هر کال چې سیزن شي نو پر ننګرهار سربېره، ګڼ شمېر ولایتونو ته هم له دې ځای نیالګي او زینتي ګلان لېږدول کېږي.

هغه وايي، له یوې خوا خلک بېوزله دي او شخصي څاګانې نه شي وهلی، له بلې خوا د سپین غره اوبه له کابلي سیند سره یو ځای کېږي او بې ګټې روانې دي.

الله محمد وايي، که چېرې د چمتلې په سیمه کې د اوبو یو بند جوړ کړل شي، نو د سرخ رود ولسوالۍ د ټولو کروندګر ستونزې به حل او زرګونه جریبه ځمکه به خړوبه شي.

نوموړی وايي: ”عاید خو په سېزن به پورې اړه لري، چې ښه وي ښې پیسې کوي خو سږ کال د اوبو له امله هر څه خراب دي، دلته د سرخ اب پله باندې چې کومې اوبه وځي که دېته ته په چمتله کې یو بند جوړ شي نو دې خلکو ته به يې لویه ګټه ورسېږي“.

د الله محمد په خبره، چې حکومت باید دې برخه کې له څو اړخونو څخه مرسته وکړي، چې یوه يې د تخمونو او نورو مرستې دي او بله يې د اوبو د ستونزې د حل په څنګ د مسلکي بڼ جوړونې په خبره کې خلکو ته روزنه ورکړي.

د ننګرهار سره رود هغه ولسوالۍ ده، چې پخوا په کې کروندګرو کوکنار کرل، خو اوس چې طالبانو کوکنار بند کړي دي، نو کروندګرد نورو کښتونو په کرکیله بوخت دي.

XS
SM
MD
LG