د لاس رسي وړ اتصالات

د بې کیفیته تخمونو له امله له تاوان سره مخ کېږو – د بلخ کروندګر

د بې کیفیته تخمونو له امله له تاوان سره مخ کېږو – د بلخ کروندګر
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:43 0:00

د بلخ ولایت یو شمېرهغه کروندګر چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت لخوا د کوکنارو په کرکېلې له بندیز وروسته یې نورو کښتونو کرلو ته مخه کړې ده، وايي چې په بازار کې د ښو تخمونو او نباتي درملو نه شتون له امله له تاوان سره مخ کېږي.

ددغه ولایت د بلخ ولسوالۍ د حسن خېلو د کلي‌ یو تن کروندګر محمد ولي، چې د کوکنارو په کرکېلې له بندیز وروسته یې د پنبې کرلو ته مخه کړې ده، وايي چې په بازار کې تخمونه او درمل په ګرانه بیه اخلي، خو بیا یې هم کښتونه د نباتي‌ مرضونو له امله خرابېږي.

د محمد ولي په وینا که څه هم پروسږکال یې د پنبې کښت ښه دوا پاشي کړی و،‌ خو بیا هم د ځینو نباتي امراضو او اوبو کموالي‌ له امله تاوان کړی و.

هغه وايي:« دغه یوولس جریبه چې ما پروسږکال کرلي‌ و اته بخاره [۱۲۸ منه] پنبه یې وکړه. په دغو اتو بخاره کې ما شپږ بخاره پرې مصرف کړی و. ماته یوازې دوه بخاره پاتې شو».

دغه کروندګر وايي‌، ددوی د حاصلاتو د رسېدو په وخت کې د کښتونو بیه ارزانېږي او دوی یې په ارزانه بیه خرڅوي، خو په وینا یې تجاران په کې ګټه کوي، ځکه هغوی یې په ارزانه بیه اخلي‌ او له یو څه وخت ساتلو وروسته یې بیا په ګرانه بیه خرڅوي.

دغه کروندګر وايي د طالبانو د حکومت له خوا د کوکنارو د نه کرلو حکم یې منلی دی،‌ خو وايي چې په بدیل کې له دوی سره د ښو زراعتي تخمونو او د نباتي‌ مرضونو د درملو مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG