په اسرایلو کې د امریکا سفیر مایک هکبي وايي چې امریکا پلان لري چې په غزه کې د خوراکي موادو د توزیع مرکزونه څلور چند کړي او دغه مرکزونه څلور ویشت ساعته فعالیت وکړي.
ښاغلي هکبي وویل چې دغه نوی اقدام د امریکا د هغو هڅو برخه ده چې هدف یې په غزه کې د رامنځ ته شوي بشري بحران دپاره حل لاره ده او دغه راز د حماس او اسرایلو ترمنځ روانې جګړې ته د حل لارې موندل دي.
ښاغلي هکبې دغه څرګندونې د امریکا د فاکس تلویزوني چینل سره پرون د چارشنبې په ورځ د یوې مرکې په ترڅ کې وکړې او زیاته یې کړه چې د امریکا « سمدستي» پلان دا دی چې په په غزه کې د خوراکي موادو مرکزونه د اوسني شمیر څخه چې ۴ مرکزه دي تر ۱۶ پورې لوړ کړي. دغه مرکزونه به د غزې د بشري بنیاد یا جي اچ اف له خوا اداره کېږي چې په امریکا کې میشت غیر دولتي سازمان دی او د امریکا له خوا یې مالي ملاتړ کېږي.
ښاغلي هکبي وویل چې امریکا غواړي چې د جي اچ اف سازمان « د ورځې ۲۴ ساعته فعالیت وکړي چې خلکو ته په لازیات موثر ډول خوراکي مواد توزیع کړي.»
نوموړي زیاته کړه چې د جي اچ اف کار، چې د اسرایلو د ځواکونو سره یې په همږغۍ ترسره کوي ځکه دغه ځواکونه ورته د توزیع د مرکزونو امنیت برابروي، فوق العاده دی.
جي اچ اف پرون د چارشنبې په ورځ خپل د کار وروستي ارقام خپاره کړل چې په کښي راغلي چې دغه سازمان د مې د میاشتې راهیسې کله چې یې په غزه کې خپل فعالیت پیل کړ، تراوسه پورې ۱۰۹ میلیونه بستې خوراکي مواد توزیع کړي دي.
په عین حال کې د امریکا د باندنیو چارو وزیر هم پرون د چارشنبې په ورځ د فاکس تلویزوني چینل سره په مرکه کې ویلي دي چې په داسې حال کې چې امریکا هڅه کوي چې د غزې په رامنخ ته شوي بحران کې آساني رامنځ ته کړي باید پر دوو نورو ستونزو هم زیات تمرکز وکړي.
نوموړي زیاته کړه چې دویمه ستونزه د ۲۰ یرغمل شویو کسانو سرنوشت دی چې د ۲۰۲۳ کال د اوکټوبر د میاشتې راهیسې کله چې د حماس تروریستي ډلې پر اسرایلو برید وکړ، ددې ډلې په قید کې دي.
هغه داسې وویل « دریمه ستونزه دا ده چې تر څو چې حماس وجود ولري هلته به سوله رانسي. هلته به دایمي سوله نه وي.»
فورم \ دبحث خونه