د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویانده، ټمي بروس، په ملګرو ملتونو کې د امریکا د دایمي استازي د مرستیالې په توګه نومانده کړه.
ښاغلي ټرمپ دغه اعلان د تروت سوشل پر ټولنیزې رسنۍ د یوه پوسټ په ترڅ کې وکړ او زیاته یې کړه: «زما د دوهمې دورې د پیل راهیسې، ټمي د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ویاندې په نقش کې فوق العاده او عالی خدمت ترسره کړی دی. ټمي بروس به په ملګرو ملتونو کې په عالي ډول زمونږ د هیواد استازیتوب وکړي.»
د ولسمشر ټرمپ د حکومت سره د یوځای کیدو مخکي میرمن بروس د فاکس نیوز تلویزوني چینل سره د ۲۰ کلونو دپاره کار کړی او دغه راز «د امریکا د نوي انقلاب» او «ویره پخپله» په نامه کتابونه یې هم چاپ شوي دي.
ولسمشر ټرمپ په ملګرو ملتونو کې د امریکا د دایمي استازي بست ته خپل د ملي امنیت پخوانی سلاکار مایکل والټز ګمارلی چې اوس د امریکا له سنا مجلس څخه د اعتماد رایې ته انتظار باسي.
فورم \ دبحث خونه