پداسې حال کې چې ایران د بېلابېلو ستونزو لکه د اوبو او برېښنا د سخت کمښت سره لاس او ګریوان دی، د ایران حکومت ددې هیواد د ملي پولي واحد د ارزښت په بیا رغولو کې چې په پرلهپسې توګه د سقوط په حال کې دی پاتې راغلی.
اوسمهال د ایران په ازاد بازار کې د یو امریکایي ډالر بیه ۱۰۸ زرو تومانو ته رسېدلې ده.
د دوشنبې په ورځ، د وږي (سنبلې) میاشتې په لسمه نېټه، د "نوسان" ویبپاڼې د رپوټ سره سم، چې د ایران په بازار کې د بهرنیو اسعارو، سرو زرو او سکو د نرخونو بدلونونه څاري، د یو امریکایي ډالر بیه د شخصي مصرف لپاره ۱۰۸ زره او ۵۱۰ تومانو ته رسېدلې ده.
همداراز، په ایران کې د سرو زرو نرخونه هم د زیاتېدو په حال کې دي، او د زوړ ډیزاین (امامي) د سرو زرو د یوې سکې بیه ۹۷ میلیونه او ۱۰۰ زره تومانو ته رسېدلې ده.
په ایران کې د بهرنیو اسعارو د بیو د لوړیدو څپه له هغه وروسته شدیده شوې چې په وروستیو ورځو کې د ایران پر ضد د "ماشې میکانیزم" د فعالېدو بهیر پیل شو، او د ایران د ملي پيسو ارزښت په پرلهپسې توګه سقوط کوي.
د اسعارو او سرو زرو د نرخونو د لوړېدو بهیر په داسې حال کې لیدل کیږي چې یوازې په پنځو ورځو کې د سرو زرو د یوې سکې بیه شاوخوا اووه میلیون تومانو ته لوړه شوې ده.
په همدې ترڅ کې چې د خلکو اقتصادي حالت او د ژوند وضعیت لا خراب شوی، په ټولنیزو رسنیوکې یو ویډیويي راپور خپور شو چې پکې ښکاري چې څو تنه ایراني مامورین د قزوین په ښار کې د څو تنو میوه پلورونکو پر دسترخوان برید کوي او هغوی د اوسپنې په میلو وهی.
په وروستیو ورځو کې د ایران په بېلابېلو ښارونو لکه تهران، شیراز، آمل، رشت، کازرون، نیشابور، سبزوار، بوشهر او کرج کې، خلک د اوبو او برېښنا د پرله پسې نشتون او له هغه سره هم مهاله د بازارونو د وضعیت د ویجاړیدو پر ضد مظاهرې وکړې.
دوي د مظاهرو په ترڅ کې دا شعارونه ورکول:
"نه غزه، نه لبنان، یوازې د ایران خلک"، "مرګ پر خامنه يي"، "مرګ پر دیکتاتور"، او "اوبه، برېښنا، ژوند – زموږ مسلم حق دی".
فورم \ دبحث خونه