د لاس رسي وړ اتصالات

ایران ۷ تنه نور هم اعدام کړل- راپور


د بشري حقونو سرچېنو راپور ورکړی دی چې د ایران قضايي قوې په تېرو څلورو ورځو کې اوه تنه د قتل او نشه يي توکو د قاچاقو په جرم اعدام کړي.

دا کسان د ایران د البرز او لویدیځ اذربایجان په ولایتونو کې اعدام شوي دي.

په ایران کې د بشري حقونو فعالانو د راپور په اساس‌ په دغو کسانو کې یې درې تنه د «قتل په جرم» د ایران د ارومیه او څلور تنه یې د «نشه یي توکو په جرم» د قزل حصار په زندانونو کې اعدام شوي دي.

په راپور کې راغلي دي چې د قزل حصار په زندان کې لږ تر لږه شپږ نور زندانیان هم د اعدام لپاره ځانګړو خونو ته انتقال شوي دي.

ملګرو ملتونو تل د ایران په اسلامي جمهوریت باندې انتقاد کړی ،‌ چې د تورنو د قضیو په اورېدو کې شفافیت په پام کې نه نیسي، له تورنو څخه په زوره او تر شکنجې لاندې اعتراف اخیستل کېږي په تورنو باندې لګول شوي تورونه هم تر شک لاندې وي.

د ایران مقامات د اعدام شویو کسانو شمېر پټ ساتي، یوازې د ځینو مشخصو پېښو په اړه معلومات ورکوي، خو د بشري حقونو خپلواکو ادارو د معلوماتو په اساس، ایران په نړۍ کې د اعدامونو له پلوه لومړی مقام لري.

په نړۍ کې د بشري حقونو د سرغړونې په اړه د متحدو ایالتونو د کلني راپور په اساس، په ۲۰۲۴ کال کې د بشري حقونو وضعیت لا خراب شوی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG