د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په ایران باندې د امریکا بریدونو ته په اشارې وویل: «د متحدو ایالتونو د ځواکونو قوي ګوزارونه لا نه دي شوي.»
روبیو وویل: «خوښېږي مو چې په ایران کې د رژیم د بدلون شاهدان واوسو... خو د دغه ماموریت هدفونه دا دي چې هغوی (ایران) داسې وسلې ونه لري چې موږ او په سیمه کې دې زموږ متحدین وګواښي.»
نوموړي هیله وښوده چې د ایران خلک وکولای شي رژیم نسکور کړي او د خپل هېواد لپاره نوې اینده وټاکي.
ولسمشر ټرمپ په سپینې ماڼۍ کې امریکایی سرتیرو ته د درناوي په مراسمو کې پر ایران د بریدونو په تړاو وویل: "موږ به دې مأموریت ته په کلک او نه ستړې کېدونکي عزم سره دوام ورکړو، څو هغه ګواښ له منځه یوسو چې دا ترهګر رژیم یې د امریکا خلکو ته پېښوي. او پډې کي هېڅ شک مه لرئ، دا یو رښتینی ګواښ دی.موږ په نړۍ کې تر ټولو قوي او ځواکمن پوځ لرو، بې له شکه، او موږ به بریالي کېږو."
هغه د جګړې د مهال ویش او دا چی تر کومه به دوام ومومي وویل: "موږ لا دمخه له خپلې ټاکلِ مهالوېش څخه ډېر مخکې یو. په اصل کې مو اټکل کړی و چې دا مأموریت به له څلورو تر پنځو اوونیو وخت ونیسي، خو که اړتیا وي موږ دا وړتیا لرو چې ډېر اوږد وخت یې هم دوام ورکړو. هر څه چې اړتیا وي، موږ به یې تر پایه ورسوو."
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ څو شیبې دمخه په سپينې ماڼۍ کې د افتخاري مډال ورکولو په مراسمو کې ګډون وکړ. ولسمشر په دغو مراسمو کې پر ایران د امریکا او اسراییل په ګډو عملیاتو کې د وژل شویو امریکایي سرتیرو د بېساري زړورتیا او سرښیندنې وستایلې.
هغه وویل د نن شپې مراسم د هغو سرتېرو زړورتیا او قربانۍ ته ځانګړې شوې دي چې له خپلې دندې هم هاخوا یې سرښیندنې کړی دي، هغه قربانۍ چې د چارواکو په وینا یې د خلکو ژوند ژغورلي او د متحده ایالاتو د پوځ تر ټولو غوره ارزښتونه انځوروي.
د سپینې ماڼۍ په مراسمو کی چی یو شمیر سرتیري او د امریکا د جنګ وزیر پیت هیګسټ او د وسلوالو ځواکونو لوی درستیز ډان کېن په ګډون امریکایي جګپوړي چارواکي حاضر و وویل:"نن موږ د هغو څلورو اتلو امریکایي سرتېرو په ویر کې یو چې د دندې پر مهال ووژل شول. موږ د هغوی له کورنیو سره د دوی د غم په دې سخت وخت کې خپله مینه غم شریکي او ملاتړ څرګندوو.
د لبنان حکومت د دوشنبې په ورځ (د مارچ دویمه) د حزب الله ټول پوځي فعالیتونه بند کړل. بیروت دا کار له هغې وروسته وکړ چې په ایران باندې د متحدو ایالتونو او اسرائیل د ګډو بریدونو له پیل سره، د تهران تر حمایت لاندې د حزب الله ترهګرې ډلې په اسرائیل توغندي او بې پیلوټه الوتکې وتوغولې.
اسرائیل د حزب الله د بریدونو په ځواب کې د لبنان په سوېلي برخو او بیروت کې هوایي بریدونه وکړل.