کویټ، سعودي عربستان، بحرین، قطر، اردن، متحده عربي اماراتو او متحدو ایالتونو په یوې ګډې اعلامیې کې د سیمې په هېوادونو باندې د ایران بریدونه په کلکه غندلي دي.
په اعلامیې کې ویل شوي: «دا ناموجه بریدونه په مستقلو قلمروونو شوي، د ملکیانو ژوند یې له خطر سره مخامخ کړی او ملکي تاسیسات یې زیانمن کړي» دي.
اعلامیه وايي چې د ایران «بې باکه چلند» سیمه کمزورې کوي. دغو هېوادونو ویلي: «موږ د خپلو اتباعو، حاکمیت او قلمرو څخه په دفاع کې متحد یو او د دغو بریدونو په وړاندې د خپل ځان څخه د دفاع په حق باندې تاکید کوو.»
د امریکا د متحدو ایالتونو د جنګ وزیر پېټ هیګسټ وویل چې ایران «د قوي توغندیو او بېپیلوټه الوتکو په جوړولو بوخت و، څو د خپلو اټومي باج اخیستونکو هیلو لپاره یو دودیز پوځي ډال جوړ کړي.»
هیګسټ د دوشنبې په ورځ د مارچ دویمه په پنټاګون کې په داسې حال کې خبرې کولې چې د امریکا د وسلوالو ځواکونو لوی درستیز جنرال ډان کېن یې ترڅنګ ولاړ و.
هیګسټ وویل «هغوی داسې یو دودیز ټوپک زموږ پر سر نیولی و، په داسې حال کې چې د اټومي بم د ترلاسه کولو لپاره یې د درواغو له لارې هڅه کوله.»
هغه وویل چې دوی دا کار «زموږ د خلکو په وینو، په بیروت کې د موټربمونو چاودنو، زموږ پر بېړیو د راکټي بریدونو، زموږ په سفارتونو کې وژنو، او په عراق او افغانستان کې د سړک غاړې په بمونو» تر سره کړی دی.
سپینې ماڼۍ امریکا غږ ته ویلي چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران د رژیم له راتلونکو مشرانو سره به "په نهایت کې" خبرې وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د سپینې ماڼۍ په وینا د متحدو ایالتونو او اسرائیل پوځي عملیات چې د ایران د رژیم لوپوړي چارواکي په کې وژل شوي "پرته له وقفې" دوام ولري.
د متحدو ایالتونو د پوځ مرکزي قومنداني (سنټکام) د دوشنبې په سهار په خپل ایکس حساب کې ولیکل: «تېره شپه د متحده ایالتونو بي-۲ رادار تښتېدونکو الوتکو، چې په ۲۰۰۰ پونډه بمونو مجهزې وې، د ایران د میزایلو په قوي تاسیساتو برید وکړ. هېڅ هېواد باید د امریکا په هوډ شک ونه کړي.»