په داسې حال کې چې د متحدو ایالتونو او ایران ترمنځ جګړه څلورمې ورځې ته غځېدلې او سیمې ته خپره شوې، په نړۍ کې د تیلو او ګازو بیې لوړې شوې، په متحدو ایالتونو، اروپا او اسیا کې د اسهامو بیې په بازارونو کې لویدلې او د نړیوالو تجارت لارې ګډوډې شوې دي.
له ۲۰۲۴ کال راهېسې په لومړي ځل د خامو تیلو د یو بیلر قیمت ۸۵ ډالرو ته رسېدلی او د اروپا د طبیعي ګازو قیمت څه باندې ۳۰ فیصده لوړ شوی دی. په همدې حال کې د هرمز تنګي کې د تګ راتګ په اړه هم اندېښنې زیاتې شوې، ایران وايي دا لاره یې بنده کړې او یو ایراني قومندان ګواښ کړی که هره بېړۍ په دې لارې تېره شي، پرې برید کوي.
دا د انرژې نړیوالو مارکیټونو ته ښه خبر نه دی او شاید په ځانګړي ډول اسیا ډېره زیانمنه شي، ځکه چې د تیلو له پلوه تر ډېره د منځني ختیځ په سیمې پورې تکیه لري. د متحدو ایالتونو د دریو عمده شرکتونو اسهام هم د سه شنبې په ورځ را ولویدل، د دغه راپور تر لیکلو پورې د نسدک، داو جونس او اس اینډ پي اسهام تقریبآ ۲.۵ په سلو کې لویدلې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت امریکایانو ته وایي چې د ایران پر ضد د روانو پوځي عملیاتو په ترڅ کې منځني ختیځ هېوادونو څخه ووځي.
د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د منځني ختیځ په ۱۴ هیوادونو کی امریکایانو ته سپارښتنه کوي چې د “جدي امنیتي خطرونو” له امله دې له دې هیوادونو څخه ووځي. دا پداسې حال کی ده چې د ایران د رژیم پر ضد د امریکا او اسرائیل ګډ پوځي عملیات څلورمې ورځې ته داخل شوي دي.
د ایکس د ټولنیزې شبکې په یوه پوسټ کې، د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د قونسلي چارو مرستیالې وزیرې مورا نامدار وویل چې دغه وزارت او د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو امریکایانو ته وایي چې له بحرین، کوېټ، مصر، لبنان، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان، قطر، عمان، عراق، اردن، سوریې، ایران، یمن او اسرائیل څخه، او همدارنګه په لوېدیځې غاړې د فلسطیني سیمو او غزې څخه “همدا اوس ووځي”.
د اسرائیل پوځ اعلان کړی چې د ایران د غږ او څېرې سازمان یي په نښه کړی دی. د اسرائیل پوځ د دوشنبې په ورځ د خپل ایکس په فارسي رسمي حساب کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د تهران په اوین کې میشت ټول کسان په ځانګړې توګه د غږ او څېرې په محوطې کې میشت کسان باید له دې سیمې څخه په عاجله توګه ووځي.
د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ د سه شنبې په سهار په ایران باندې بریدونو ته په اشارې په خپل ټروټ سوشل کې ولیکل: «د هغوی [ایران] هوايي دفاع، هوايي ځواک، سمندري ځواک او مشرتابه له منځه ولاړل. هغوی د خبرو غوښتنه کوي. ما وویل اوس ډېر ناوخت دی.»