د لاس رسي وړ اتصالات

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ

ژوندی سپینه ماڼۍ امریکا غږ ته: امریکا د هرمز تنګي د محاصرې بهیر پیل کړ

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ [اپرېل ۱۲مه] اعلان کړی چې هېواد به یې په "لنډ وخت" کې د هرمز تنګي محاصره کول پیل کړي څو لدې ستراتیژیکې لارې د کښتیو د تګ راتګ مخه ونیسي.

۲۱:۱۶ ۱۴.۱۲.۱۴۰۴

متحدو ایالتونو اعلان کړی هغه اقدامات به ترسره کړي چې د تیلو د بیو د لوړېدو مخه ونیسي او د نړیوالو اسهامو هغه مارکیتونه باثباته کړي چې په تېرو پنځو ورځو کې د ایران له خوا د هرمز په تنګي کې پر کښتيو د بریدونو له امله ګډوډ شوي دي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویټ د پنجشنبې په ورځ د ایکس په ټولنیزې شبکې کې لیکلي:“د ټرمپ اداره به د امریکا د انرژۍ برلاسی لا پیاوړی کړي او وینزویلا کې به زمونږ د تیلو د نوې موندل شوې سرچینې څخه ګټه واخلي. سربېره پر دې، ولسمشر ټرمپ اعلان کړی چې د امریکا پرمختیایي مالي اداره به د سیاسي خطر بیمه د هغو تیل وړونکو او بار وړونکو کښتيو لپاره په مناسب قیمت برابره کړي چې د خلیج په سیمه او شاوخوا کې فعالیت کوي.”

هغې دا هم وویل چې ولسمشر ټرمپ مخکې اعلان کړی و که اړتیا پېښه شي، د امریکا سمندري ځواک به د هرمز له تنګي څخه د تیلو ټانکرونه د خوندیتوب دپاره بدرګه کړي.

د هرمز تنګي لپاره د امنیتي ګامونو اعلان: امریکا غواړي د تیلو لوړې بیې راټیتې کړي

۲۱:۱۴ ۱۴.۱۲.۱۴۰۴

د امریکا د متحدو ایالتونو د پوځ مرکزي قوماندانۍ ویلي چې د ایران د ترهګر رژیم وړتیا چې د امریکا پر ځواکونو او سیمه‌ییزو متحدینو اغېز وکړي «په چټکۍ سره کمېږي». دا په داسې حال کې ده چې د امریکا جګړه‌ییز ځواک د ایران پر ضد د امریکا او اسرائیل د ګډو عملیاتو په شپږمه ورځ لا زیاتېږي.

مرکزي قوماندانۍ دا تازه عملیاتي معلومات د پنجشنبې په ورځ د ایکس پر ټولنیزې شبکې کې خپاره کړل او ورسره یې د امریکايي جنګي الوتکو ویډیو هم خپره کړه چې پکې ښکاري توغندي د ایران د رژیم پر پوځي هدفونو لګېږي.

د چهارشنبې په ورځ ناوخته سینتکام لیکلي چې د ایران د رژیم د ګرځنده یا سیارو توغندیو د توغولو د وړتیا د له منځه وړلو دپاره یې هڅې روانې دي. دوي زیاتوي چې : «موږ دا ګواښونه پیدا کوو او په وژونکي دقت سره یې له منځه وړو.»

سنتکام: د ایران د تررستي رژیم وړتیاوې په چټکۍ کمېږي

۱۹:۰۹ ۱۴.۱۲.۱۴۰۴

د ایران په رژیم باندې د امریکا او اسرائیل د ګډ برید نن شپږمه ورځ ده.

د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ وايي چې متحدو ایالتونو د ایران د رژیم په ضد له اسرائیل سره په ګډ برید کې "د پام وړ پرمختګ" کړی دی چې د هغه په وینا مشرتابه یې د عملیاتو څخه پنځه ورځې وروسته "په چټکۍ سره" ورک کیږي.

ټرمپ دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ (فبرورۍ درېیه) په سپینې ماڼۍ کې د یو بحث په پیل کې وکړې. ولسمشر ټرمپ وویل چې عملیات "په ډیر ښه وضعیت کې دي" او " دوام به وکړي".

۰۰:۰۲ ۱۴.۱۲.۱۴۰۴

د متحدو ایالتونو د پوځ مرکزي قومنداني په خپل ایکس حساب کې د ایران په پوځي تاسیساتو باندې د یو برید ویدیو خپره کړې او لیکلي یې دي:
«په داسې حال کې چې ایراني رژیم له توپیر پرته په ولسي خلکو د میزایلو او بې پيلوټه الوتکو بریدونه کوي، د متحدو ایالتونو ځواکونه په تهاجمي او دقیقه توګه د ایران میزایل توغوونکي په نښه کوي او ویجاړوي.»


نور پورته کول

XS
SM
MD
LG