د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، د شنبې په ورځ (مارچ ۲۱مه) نېټه د ایران رژیم ته په دوامداره توګه د هرمز تنګي د بند ساتلو له امله خبرداری ورکړ.
ولسمشر ټرمپ په خپلې ټولنیزې شبکې "ټروت سوشیل" کې په یوه تازه پیغام کې ولیکل: "که ایران له همدې شېبې څخه په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې د هرمز تنګی په بشپړه توګه او پرته له کوم ګواښ څخه بېرته و نه پرانیزي، نو متحد ایالتونه به د هغه هیواد بېلابېل برېښنايي تأسیسات په نښه کړي او له منځه به یې یوسي."
د امریکا او اسراییل له خوا پر ایران په وړاندې د حماسي غضب د عملیاتو په دوام او د منځني ختیځ د انرژۍ پر تاسیساتو د ایران تر بریدونو وروسته، د تیلو بیې مخ په لوړېدو دي.
اسرائیل وايي چې په دې وروستیو ورځو کې یې د متحدو ایالتونو او اسرائیل د ګډو عملیاتو د یوې برخې په توګه د ایران د ترهګر رژیم دوه نور پوځي چارواکي له منځه وړي دي. د دوی په وینا دغو عملیاتو د اسلامي جمهوریت د یورانیمو د بډایه کولو او بالستیک توغندیو د تولید وړتیا ختمه کړې ده.
د اسرائيل د دفاع وزیر اسرائيل کتز ویلي دي چې د ایران د رژیم د اطلاعاتو [استخباراتو] وزیر اسماعیل خطیب د اسرائیل په یو هوايي برید کې وژل شوی دی.
اسرائیل کتز وايي چې دا عملیات د چهارشنبې په ورځ (مارچ۱۸) شوي او وايي چې نن هم د پام وړ ناڅاپي بریدونو انتظار کېږي.