د اسرائيل د دفاع وزیر اسرائيل کتز ویلي دي چې د ایران د رژیم د اطلاعاتو وزیر اسماعیل خطیب د اسرائیل په یو هوايي برید کې وژل شوی دی.
اسرائیل کتز وايي چې دا عملیات د چهارشنبې په ورځ (مارچ۱۸) شوي او وايي چې نن هم د پام وړ ناڅاپي بریدونو انتظار کېږي.
یوه ورځ مخکې د اسرائیل دفاعي ځواکونو په خپل ایکس حساب کې ولیکل چې د ایران د ملي امنیت د عالي شورا مشر علي لاریجاني یې د سه شنبې په سهار تهران ته نژدې په خپل پټ ځای کې په یو دقیق برید کې وواژه.
د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ د جمعې په شپه (مارچ۱۳) په خپل ټروټ سوشېل حساب کې لیکلي چې امریکايي ځواکونو د ده په لارښوونې په ایران باندې د بریدونو په ترڅ کې په منځني ختیځ کې تر ټولو ستر برید کړی دی.
ولسمشر ټرمپ لیکلي دي چې "څو شیبې وړاندې زما په لارښوونې د متحدو ایالتونو مرکزي قوماندانۍ د منځني ختیځ په تاریخ کې یوه تر ټولو قوي بمباري وکړه او د خارک په ټاپو کې یې، د ایران د تاج زیور، ټول پوځي اهداف په بشپړ ډول له منځه یوړل".
ولسمشر دونالډ ټرمپ وايي د متحدو ایالتونو او اسرائیل ګډ عملیات، چې تقریبآ دوې اونۍ کېږي پیل شوي، د ایران ترهګر رژیم «ویجاړوي». د جګړې وزیر پېټ هګسیت وايي د متحدو ایالتونو ځواکونو د عملیاتو په څوارلسمه ورځ د ایران په فضا کې خپل بریدونه شدید کړي.
ولسمشر ټرمپ د جمعې په ورځ (مارچ۱۳) په خپل ټروټ سوشېل حساب کې ولیکل: «موږ، پوځي، اقتصادي او نورو برخو کې د ایران ترهګر رژیم په بشپړ ډول ویجاړو.»
ولسمشر ټرمپ د دغه رژیم د سمندري او هوايي ځواک، میزایلو او ډرونونو د ویجاړولو او مشرتابه د ختمولو یادوونه کړې او ویلي: «موږ بې جوړې وسله وال ځواک لرو، بیحده زیات مهمات او ډېر وخت لرو- وګورئ چې نن له دغو لیونيو بدمعاشانو سره څه کېږي.»
د امریکا د پوځ یو قوماندان چې د ایران د ترهګر رژیم پر وړاندې د امریکايي پوځیانو مشري کوي وايي چې د متحدو ایالتونو جګړیز توان په لوړېدو او د ایران قوت په ماتېدو دی.
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال براډ کوپر د چهارشنبې په ورځ [مارچ ۱۱مه] په ټولنیزو رسنیو کې د یوې ویډیو په خپرولو سره د حماسي غضب عملیاتو په اړه تازه معلومات شریک کړي دي.
کوپر ویلي: "امریکايي ځواکونه د ایراني رژیم پر وړاندې د ویجاړونکي قوت څخه کار اخلي."
جنرال کوپر: د متحدو ایالتونو جګړیز قدرت په لوړېدو او د ایران قوت په ماتېدو دی