ملت ته د امریکا د متحده ایالتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وینا
د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په شپه ملت ته د وینا پر مهال د ایران د رژيم پر وړاندې د امریکا او اسرائیل د ګډو پوځي عملیاتو په لاسته راوړنو وغږېد. هغه د هرمز د تنګي د پرانستلو په تړاو هغو هیوادونو ته چې پدې هڅه کې یې له ښکېلتیا ډډه وکړه، یو پیغام هم درلود.
ملت ته د امریکا د متحده ایالتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وینا
د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په شپه ملت ته د وینا پر مهال د ایران د رژيم پر وړاندې د امریکا او اسرائیل د ګډو پوځي عملیاتو په لاسته راوړنو وغږېد. هغه په پیل کې د حماسي غضب د عملیاتو په اړه خبرې وکړې.
د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په شپه ملت ته وینا وکړه.
د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په شپه ملت ته د وینا پر مهال د ایران د وړتیاو د له منځه وړلو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې د ایران سمندري ځواک له منځه تللی، د هغوی هوايي ځواک ویجاړ شوی او د هغوی مشران، چې ډېری یې د ترهګر رژیم مشري کوله، اوس مړه دي.
ټاکل شوې چې د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په شپه [اپرېل لومړۍ] د ایران سره شخړې په اړه ملت ته وینا وکړي. دا پداسې حال کې ده چې امریکایي چارواکي وایي د ۳۳ ورځو پوځي عملیات د "پای کرښې" ته نږدې شوي دي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولاین لېویټ وویل چې ولسمشر ټرمپ به د چهارشنبې شپې په مهمه وینا کې چې د امریکا د ختیځې برخې په وخت د شپې په ۹:۰۰ بجو اورول کېږي، د ایران په اړه “مهم معلومات” وړاندې کړي.
د ټرمپ د ادارې چارواکو ویلي چې د امریکا پوځ "په ښه مسیر" د خپلو موخو پر لور پرمختګ کوي چې د ایران د هوايي او سمندري ځواکونو له منځه وړل، او د ترهګر رژیم د توغندیو د توغولو وړتیا او فابریکو له منځه وړل هم پکې شامل دي.