د لاس رسي وړ اتصالات

Donald Trump
Donald Trump

ټرمپ: ایران زما له استازو سره له مذاکراتو پرته بل انتخاب نلري

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ امریکايي رسنۍ نیویارک پوست ته په خپلې نننۍ دوشنبه (اپریل۲۰) مرکې کې دا راپورونه رد کړل چې ګنې ایران د خبرو په دویمې مرحلې کې ګډون نه کوي.

۲۳:۱۳ ۷.۱.۱۴۰۵


ایران پر خپلو ګاونډیو هېوادونو بریدونو ته دوام ورکوي او پدې وروستیو کې یې پر اردن، متحده عربي امارات، سعودي عربستان او اسرائیلو باندې توغندي توغولي دي، پداسې حال کې چې د دغه هېواد جګړه له متحدو ایالتونو او اسرائیلو سره روانه ده.

د متحده عربي اماراتو د دفاع وزارت د جمعې په ورځ په ټولنیزو رسنیو کې ویلي چې دوی د ایران له لوري توغول شوي ۶ بالستیک توغندي او ۹ بې‌پیلوټه الوتکې شنډې کړې دي.

د ایران توغندیو اردن، متحده عربي امارات او اسرائیل په نښه کړل


۱۹:۵۹ ۷.۱.۱۴۰۵

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر، ډونالډ ترمپ د ایران د انرژۍ د تولیدي تاسیساتو پر ضد د بریدونو ضرب‌الاجل د اپریل تر ۶ مې نېټې پورې ځنډولی دی.

ولسمشر ترمپ د پنجشنبې په ورځ په خپل ټولنیز شبکې (ټروت سوشیل) کې لیکلي چې ایراني چارواکو د لا ډېر وخت غوښتنه کړې ده.

ترمپ لیکلي: "که هغوی هغه څه چې باید ترسره یې کړي، ترسره نه کړي، زه به د هغوی د انرژۍ تولیدي تاسیسات له منځه یوسم."

۲۰:۳۵ ۶.۱.۱۴۰۵

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي چې د ایران نوي مشران باید ددې نه مخکې چې ناوخته شي، ژر تر ژره دې له امریکا سره د یوې هوکړې لپاره جدي شي.

۱۷:۵۳ ۶.۱.۱۴۰۵

سپینه ماڼۍ وایي چې متحدو ایالاتونو په تیرو دریو ورځو کې د ایران د ترهګر رژیم له پاتې عناصرو سره " ګټورې خبرې"درلودې.

سپینې ماڼۍ ددې مطلب په څرګندولو سره ویلي ښکاري چې تهران د امریکا – اسرائیل له ۲۶ ورځنۍ جګړې څخه "وتل" غواړي کوم چې له امله یې د هغه رژیم نظامي قابلیتونه له منځه تللي دي.

نور پورته کول

XS
SM
MD
LG