د لاس رسي وړ اتصالات

Donald Trump
Donald Trump

ټرمپ: ایران زما له استازو سره له مذاکراتو پرته بل انتخاب نلري

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ امریکايي رسنۍ نیویارک پوست ته په خپلې نننۍ دوشنبه (اپریل۲۰) مرکې کې دا راپورونه رد کړل چې ګنې ایران د خبرو په دویمې مرحلې کې ګډون نه کوي.

۲۱:۴۸ ۱۰.۱۲.۱۴۰۴

یو شمېر ایراني وګړو د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د ایران د رهبر، علي خامنه ای، مړینه لمانځلې ده. خامنه ای د شنبې په ورځ (د فبرورۍ ۲۸) د متحدو ایالتونو او اسرائیل په ګډ هوایي بریدونو کې ووژل شو.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شنبې په ورځ د علي خامنه ای وژل کېدل اعلان کړ.

۲۲:۴۰ ۱۰.۱۲.۱۴۰۴

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ یا سنټکام د ایکس پر ټولنیزې شبکې باندي پر ایران د امریکا او اسراییلو د ګډو عملیاتو په اړه پوست خپور کړی چی وایي:

«تیره شپه، د امریکا (B-2) ډوله پوځي بم غورځوونکو جت الوتکو، چې په ۲,۰۰۰ پونډه بمونو سمبالې وې، د ایران د بالستیکو توغندیو تاسیسات چې په کلکه یې ساتنه کیدله، په نښه کړل. هېڅ هېواد باید هېڅکله د امریکا پر هوډ شک ونه کړي.»


۲۳:۲۵ ۱۰.۱۲.۱۴۰۴

ولسمشر ټرمپ: موږ د ایران د سمندري ځواک ۹ کښتۍ ډوبې کړې

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر،ډونالډ ټرمپ، د ایران د رژیم د سمندري ځواک د ۹ کښتیو د له منځه وړلو او ډوبېدو خبر ورکړ.

ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ، د مارچ په لومړۍ نېټه، د ټروت سوشیل په ټولنیزې شبکې کې لیکلي: «همدا اوس راته خبر راکړل شو چې موږ د ایران د سمندري ځواک ۹ کښتۍ، چې ځینې یې نسبتاً لویې او مهمې وې، له منځه وړي او ډوبې کړې دي.»

ولسمشر ټرمپ زیاته کړه: «موږ په پاتې نورو پسې هم ګرځو – هغوی به هم ډېر ژر د سمندر تل ته ولېږدول شي.»
ډونالډ ټرمپ همدارنګه لیکلي: «موږ په بله حمله کې د هغوی د سمندري ځواک مرکز هم تر ډېره حده ویجاړ کړی دی.»
له دې وړاندې په بندرعباس کې د سختو چاودنو په اړه خبرونه او ویډیوګانې خپرې شوې وې.

۰۲:۴۹ ۱۱.۱۲.۱۴۰۴

ډونالډ ټرمپ: د حماسي غضب د عملیاتو ساری نه دی لیدل شوی

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ د مارچ اول د ایراني رژیم پر وړاندې د امریکا او اسراییلو د ګډ پوځي ماموریت، د حماسي غضب عملیاتو د لومړیو ۳۶ ساعتونو په اړه ویډیوي بیان خپور کړ.

ولسمشر ټرمپ په فلوریډا کې د خپل استوګنځي مار-ا-لاګو له څخه په خپله وینا کې، د ایران د رژیم لخوا د په نښه شویو هدفونو په اړه توضیحات وکړل او ژمنه یې وکړه چې د ایران رژیم په غچ اخیستونکو بریدونو کې د دریو امریکایي سرتیرو د مرګ غچ به واخلي.

ولسمشر ټرمپ یو ځل بیا یې د رژیم په پاتې امنیتي ځواکونو غږ وکړ چې تسلیم شي او که نه نو د مرګ سره به مخ شي.

ولسمشر ټرمپ وویل د وژل شویو امریکایانو د وینو غچ به واخلي.

ولسمشر ټرمپ: د ايران د رژيم زرګونه پوځيان د تسليمېدو غوښتنه کوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:41 0:00

نور پورته کول

XS
SM
MD
LG