د لاس رسي وړ اتصالات

Donald Trump
Donald Trump

ټرمپ: ایران زما له استازو سره له مذاکراتو پرته بل انتخاب نلري

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ امریکايي رسنۍ نیویارک پوست ته په خپلې نننۍ دوشنبه (اپریل۲۰) مرکې کې دا راپورونه رد کړل چې ګنې ایران د خبرو په دویمې مرحلې کې ګډون نه کوي.

۱۷:۱۵ ۱۱.۱۲.۱۴۰۴



د متحدو ایالتونو د پوځ مرکزي قومنداني د «حماسي غضب» په عملیاتو کې د یو بل سرتېري د وژل کېدو خبر هم ورکړ. په دې سره په تېرو دوو ورځو کې د دغې قومندانۍ په وینا دا څلورم امریکايي سرتېری دی چې په روانو عملیاتو کې وژل کېږي.

د مرکزي قومنداني په اعلامیې کې ویل شوي دي چې دغه سرتېری د ایران په بریدونو کې ژوبل شوی و او وروسته یې د ټپونو له کبله ساه ورکړه.

اعلامیه وايي چې جنګي عملیات روان دي. د وژل شوي سرتېري هویت تر ۲۴ ساعتونو پورې نه اعلانېږي.

۱۸:۱۷ ۱۱.۱۲.۱۴۰۴

د متحدو ایالتونو د پوځ مرکزي قومنداني (سنټکام) د دوشنبې په سهار په خپل ایکس حساب کې ولیکل: «تېره شپه د متحده ایالتونو بي-۲ رادار تښتېدونکو الوتکو، چې په ۲۰۰۰ پونډه بمونو مجهزې وې، د ایران د میزایلو په قوي تاسیساتو برید وکړ. هېڅ هېواد باید د امریکا په هوډ شک ونه کړي.»

۱۸:۱۷ ۱۱.۱۲.۱۴۰۴

سپینې ماڼۍ امریکا غږ ته ویلي چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران د رژیم له راتلونکو مشرانو سره به "په نهایت کې" خبرې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د سپینې ماڼۍ په وینا د متحدو ایالتونو او اسرائیل پوځي عملیات چې د ایران د رژیم لوپوړي چارواکي په کې وژل شوي "پرته له وقفې" دوام ولري.


۱۸:۳۳ ۱۱.۱۲.۱۴۰۴

د امریکا د متحدو ایالتونو د جنګ وزیر پېټ هیګسټ وویل چې ایران «د قوي توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو په جوړولو بوخت و، څو د خپلو اټومي باج اخیستونکو هیلو لپاره یو دودیز پوځي ډال جوړ کړي.»

هیګسټ د دوشنبې په ورځ د مارچ دویمه په پنټاګون کې په داسې حال کې خبرې کولې چې د امریکا د وسلوالو ځواکونو لوی درستیز جنرال ډان کېن یې ترڅنګ ولاړ و.

هیګسټ وویل «هغوی داسې یو دودیز ټوپک زموږ پر سر نیولی و، په داسې حال کې چې د اټومي بم د ترلاسه کولو لپاره یې د درواغو له لارې هڅه کوله.»

هغه وویل چې دوی دا کار «زموږ د خلکو په وینو، په بیروت کې د موټربمونو چاودنو، زموږ پر بېړیو د راکټي بریدونو، زموږ په سفارتونو کې وژنو، او په عراق او افغانستان کې د سړک غاړې په بمونو» تر سره کړی دی.


نور پورته کول

XS
SM
MD
LG