د امریکا یوه خبري سرچینه وايي چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران د راتلونکي مشر په ټاکلو کې د شخصي ښکیلتیا په اړتیا ټینګار کړې، او ویلي دي چې ددې ترهګر رژیم ستر مشر او لسګونه نور لوړ پوړي چارواکي یې د شپږو ورځو په اوږدو کې د امریکا او اسرائیل په برید کې له منځه وړي دي.
د اکسیوس په نوم یوې رسنۍ ویلي چې دوی د پنجشنبې په ورځ د ټرمپ سره په ټلیفون خبرې کړي او هغه د ایران د راتلونکي مشر په اړه ویلي "زه باید په ګمارنه کې ښکیل اوسم، لکه څنګه چې په وینزویلا کې د ډیلسي روډریګز سره ښکيل وم ."
د متحدو ایالتونو د جګړې وزیر بیټ هګسیټ د پنجشنبې په ورځ (مارچ پنځمه) په یو خبري کنفرانس کې په ایران باندې د حماسي غضب د عملیاتو په اړه تازه معلومات ورکړل.
هغه وویل چې ایران هیله لري، امریکا دا جګړه روانه ونه شي ساتلای، خو په خبره یې دا محاسبه یې غلطه ده.
د امريکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ( سینتکام) پخپلې اېکس شبکې کې د يوې ويډيو په خپرولو سره ويلي چې امريکايي پوځيانو د پنجشنبې په ورځ، د مارچ په پنځمه، هغه یوه بېړۍ په نښه کړه چې د ايران بېپيلوټه الوتکې يې لېږدولې. د امريکايي چارواکو په وينا، د جسامت له اړخه ددې بېړۍ اندازه د دويمې نړيوالې جګړې د الوتکو وړونکو بېړيو سره برابره وه.
اسرائیل د جمعې په ورځ (د مارچ شپږمه) د لبنان په پلازمېنه، بیروت، کې تازه هوایي بریدونه کړي او د لبنان په بقا دره کې یې د خلکو د وتلو نور خبرداري هم ورکړي دي.
په لبنان کې تازه بریدونه په داسې حال کې شوي چې اسرائیل د حرب الله ترهګرې ډلې په وړاندې خپل پوځي کمپاین ته شدت ورکړی.