د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ وویل: «له ایران سره به بل هېڅ تړون نه وي پرته لدې چې بېقید او شرطه تسلیم شي»
دا په داسې حال کې ده چې امریکایي او اسراییلي ځواکونو بله ورځ هم په ایران کی پر مهمو هدفونو باندې خپلو بمباریو ته دوام ورکړ .
د ایران پر وړاندې په روانه جکړه کې د اوکراین د همکاریو تر ژمنې وروسته، د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ ویلي چې دی د هر هېواد د همکارۍ منلو ته چمتو دی.
د ولسمشر ټرمپ نه چې د پنجشنبې په ورځ مشخصاً د اوکراین د ولسمشر ولودمیر زېلنسکي لخوا د همکاریو په اړه پوښتنه وشوه نو ده وویل چې یقنناً دی به د هر هېواد همکاري ومني.
د اوکراین ولسمشر پدې اونۍ کې په خپلې اېکس پاڼې کې لیکلي و چې حکومت يې د امریکا د متحدو ایالتونو لخوا په منځني ختیځ کې د ایران د بې پېلوټو الوتکو د بریدونو د مخنيوي لپاره د همکارۍ غوښتنه ترلاسه کړې.
ولسمشر ټرمپ: د ایران د ډرونونو سره د مقابلې لپاره د هر هېواد همکاري منو
د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ د شپږو امریکایي سرتېرو د جسدونو د «ویاړلي انتقال» په مراسمو کې د ګډون لپاره د دلاویر د دوفر هوايي اډې ته ورسېده. دا سرتېري د ایران په ضد دحماسي غضب په عملیاتو کې وژل شوي.
د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ او میرمن یې میلانیا ټرمپ د شنبې په ورځ (مارچ اوومه) د متحدو ایالتونو د دلاویر د دوفر په هوايي اډې کې د هغو امریکایي سرتېرو د جسدونو د «ویاړلي انتقال» په مراسمو کې برخه واخیسته چې د امریکا او ایران ترمنځ جګړې کې وژل شوي.
د متحدو ایالتونو د جګړې وزارت وایي چې د امریکا اوایران ترمنځ جګړې کې د یکشنبې په ورځ (مارچ لومړۍ) د کویټ د شعیبه په بندر کې د ایران د بې پیلوټه الوتکې په برید کې شپږ امریکایي سرتېري وژل شوي دي.
د ولسمشر ټرمپ مرستیال جي ډي ونس، د جګړې وزیر پټ هګسیت او ځینو نور امریکایي مقاماتو هم په دغو مراسمو کې برخه اخیستې وه.