د لاس رسي وړ اتصالات

Donald Trump
Donald Trump

ټرمپ: ایران زما له استازو سره له مذاکراتو پرته بل انتخاب نلري

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ امریکايي رسنۍ نیویارک پوست ته په خپلې نننۍ دوشنبه (اپریل۲۰) مرکې کې دا راپورونه رد کړل چې ګنې ایران د خبرو په دویمې مرحلې کې ګډون نه کوي.

۲۲:۵۸ ۱.۲.۱۴۰۵

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې ایران یې له استازو سره له مذاکراتو پرته بل انتخاب نه لري.

په همدې حال کې د امریکا پوځ په ایران باندې د بریدونو د بیا پیلولو تابیا کوي، او ولسمشر ټرمپ خبرداری ورکړی دی که کوم توافق ونه شي، د ایران د رژیم په ضد به د بمونو کمپاین بیا پیل شي. ولسمشر ټرمپ د امریکا د CNBC تلویزوني شبکې سره په خبرو کې وویل چې د ایران مذاکره کوونکو د خبرو د دویم پړاو د «پرمخ بیولو لپاره تائیدي» اخیستې ده. ټاکل شوې دا خبرې د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې وشي.

ولسمشر ټرمپ زیاته کړه: «زه فکر نه کوم هغوی دې کوم انتخاب ولري. هغوی باید خبرې وکړي.» ایراني مقاماتو تر دې دمه په رسمي ډول په خبرو کې د رژیم ګډون تائید کړی نه دی. پاکستان، چې د خبرو کوربه دی، هم د دویم پړاو مذاکراتو د پیل نېټه اعلان کړې نه ده.

۲۰:۰۲ ۵.۲.۱۴۰۵

واشنګټن وايي، ټاکل شوې ده چې مرکچیان یې د ایران سره د مذاکراتو د بل پړاو دپاره د شنبې په ورځ (د اپریل ۲۵) پاکستان ته لاړ شي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کرولاین لیویټ خبریالانو ته وویل چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرېکړه کړې چې د متحدو ایالاتونو ځانګړی استازی سټیف ویټکاف او سلاکار جریډ کوشنر د ایران سره د خبرو د دوام دپاره اسلام اباد ته ولیږي.

لیویټ وویل: «ولسمشر ټرمپ د پوځي اقداماتو اختیار لري، او د اعلی قومندان په توګه هغه تل دا اختیار ساتي. خو دا وخت هیله بخښونکې ډپلوماسۍ دوام لري او موږ به ترهغه ځایه ورسیږو چې د ولسمشر سور خط پلی شي.»

۲۱:۴۹ ۵.۲.۱۴۰۵

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې د ایران سره د سولې مذکراتو په موخه پاکستان ته د امریکايي استازو سفر یې لغو کړی دی.

هغه اکسیوس خبري شبکې ته وویل: "زه [د خبرو اترو]په اوسني حالت کې په یو ۱۸ ساعته پرواز باندې د دوی د لیږلو کومه ګټه نه وینم. دا ډیر اوږد [سفر] دی. موږ دا کار د تلیفون له لارې هم کولی شو. ایرانیان که وغواړي، کولی شي موږ ته زنګ ووهي. موږ یوازې هلته د ناستې لپاره سفر نه کوو."

ټاکل شوې وه چې د متحدو ایالتونو ځانګړی استازی سټیف ویټکاف او سلاکار جریډ کوشنر له ایران سره د مذاکراتو د بل پړاو دپاره د شنبې په ورځ (د اپریل ۲۵مه) اسلام اباد ته لاړ شي.

XS
SM
MD
LG