د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا استازي د ایران سره د خبرو بل پړاو دپاره پاکستان ته ځي

د متحدو ایالاتونو ځانګړی استازی سټیف ویټکاف او سلاکار جریډ کوشنر
د متحدو ایالاتونو ځانګړی استازی سټیف ویټکاف او سلاکار جریډ کوشنر

واشنګټن وايي، ټاکل شوې ده چې مرکچیان یې د ایران سره د مذاکراتو د بل پړاو دپاره د شنبې په ورځ (د اپریل ۲۵) پاکستان ته لاړ شي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کرولاین لیویټ خبریالانو ته وویل چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرېکړه کړې چې د متحدو ایالتونو ځانګړی استازی سټیف ویټکاف او سلاکار جریډ کوشنر د ایران سره د خبرو د دوام دپاره اسلام اباد ته ولیږي.

لیویټ وویل: «ولسمشر ټرمپ د پوځي اقداماتو اختیار لري، او د اعلی قومندان په توګه هغه تل دا اختیار ساتي. خو دا وخت هیله بخښونکې ډپلوماسي دوام لري او موږ به ترهغه ځایه ورسیږو چې د ولسمشر سور خط پلی شي.»

د سپینې ماڼۍ ویاندې زیاته کړه چې ولسمشر ټرمپ «تل هڅه کوي چې ډیپلوماسۍ ته یو فرصت ورکړي... خو هیله لرو چې پرمختګ وشي.»

ولسمشر ټرمپ له دې وړاندې ویلي وو، ایران په پام کې لري داسې وړاندیز وکړي چې د امریکا غوښتنې پرځای کړي. هغه د جمعې په ورځ رویټرز خبري اژانس ته وویل: «هغوی د یو وړاندیز کولو په حال کې دي، وګورو چې څه پکې دي.»

بل خوا، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د جمعې په ورځ اسلام آباد ته رسیدلی او د پاکستاني چارواکو په وینا، د واشنګټن د غوښتنو په اړه یې د تهران ملاحظات وړاندې کړي دي. عراقچي اسلام اباد ته د خپل سفر په ترڅ کې له امریکايي استازو سره د لیدنې کتنې څه ندي ویلي.

په عین وخت کې د متحدو ایالتونو د جګړې وزیر پیټ هګسیت ویلي چې ایران د متحده ایالتونو سره د یوې "ښې هوکړې" کولو فرصت لري.

هګسیت وویل: «ایران پوهیږي چې دوی لاهم د هوښیارۍ غوره کولو لپاره یو فرصت لري. ټول هغه څه چې دوی یې باید وکړي دا دي چې په ریښتنیې او تاییدېدونکې توګه اټومي وسلې پریږدي.»

د جمعې د ورځې په یوه خبري غونډه کې هګسیت زیاته کړه چې د هرمز تنګي محاصره د پراختیا او نړیوالې کېدو په حال کې ده. هغه وویل چې د هرې شیبې په تېرېدو سره محاصره لا پیاوړې کیږي او څوک له دې محاصرې څخه دننه یا دباندې نشي تلای.

د امریکا د جګړې وزیر د ولسمشر ټرمپ دریځ تکرار کړ او ټینګار یې وکړ چې متحده ایالتونه د یوې بدې معاملې د کولو لپاره بیړه نه کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG