د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اسلاماباد ته د خپلو مرکچیانو سټیو وېټکاف او جېرډ کوشنر د سفر د لغوه کولو نه وروسته ویلي د امریکا مرکچیان چمتو دي چې د ایران د جګړې په اړه د ټیلیفون له لارې خبرې وکړي.
ټرمپ د یکشنبې په ورځ له فاکس نیوز سره په خبرو کې د پاکستان د منځګړیتوب هڅې وستایلې، خو ویې ویل چې د خبرو لپاره دومره لېرې د پلاوي استول منطقي نه دي.
ښاغلي ټرمپ د امریکایي مذاکره کوونکو د سفر له لغوه کېدو یوه ورځ وروسته، د یکشنبې په ورځ له فاکس نیوز سره په مرکه کې وویل، که ایران له واشنګټن سره د خبرو غوښتونکی وي، کولای شي د ټیلیفوني له لارې خپل چمتووالی څرګند کړي.
ولسمشر ټرمپ هغه څه چې ایران د خبرو د دوام لپاره وړاندیز کړي، “ناکافي” بللي او ویلي یې دي چې دا ارزښت نه لري چې د ده استازي دې پرې پیسې مصرف کړي او د خبرو لپاره پاکستان ته اوږد سفر وکړي.
ځینو امریکایي رسنیو راپور ورکړی چې ایران امریکا ته نوی وړاندیز کړی چې د هرمز تنګی بېرته پرانیستل شي، جګړه پای ته ورسېږي او د ایران د اټومي پروګرام په اړه د مذاکراتو په وروستي پړاو کې خبرې وشي.
سپینې ماڼۍ د دې وړاندیز په اړه غبرګون ندی ښودلی خو د دوشنبې په ورځ یې امریکا غږ ته وویل چې خبرې “حساسې” دي او د رسنیو له لارې به نه ترسره کېږي.
په همدې حال د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په تېرو دوو ورځو کې د سیمې او له سیمې بهر له هېوادونو سره په سفرونو او خبرو بوخت دی.
عراقچي د تهران او واشنګټن ترمنځ د مذاکراتو په چوکاټ کې د ډیپلوماټیکو همغږیو په دوام پرون عمان او پاکستان ته سفر وکړ او اوس روسیې ته تللی دی.
پاکستان د اپرېل په ۱۱ او ۱۲ نېټو د امریکا او ایران ترمنځ د مستقیمو خبرو د لومړي پړاو کوربه و.
مذاکرات له کومې هوکړې پرته پای ته ورسېدل. ټاکل شوې وه چې وټکوف او کوشنر د نورو خبرو لپاره د شنبې په ورځ اسلاماباد ته ولاړ شي، خو ټرمپ وویل چې دا سفر لغوه شوی.پاکستان ویلي سره له دې چې مذاکرات درېدلي، خو لا هم د امریکا او ایران ترمنځ د واټن د کمولو لپاره خپلو هڅو ته دوام و.
سره له دې چې اوربند لا هم روان دی، امریکا د هرمز تنګي محاصرې ته دوام ورکړی. د دې تنګي تړل کېدو د نړۍ په کچه د تېلو، طبیعي ګاز، سرې او نورو توکو پر لېږد سخت اغېز کړی دی.
فورم \ دبحث خونه