د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سېشنبې په ورځ، د سپتمبر په ۲۹مه، په سپینه ماڼۍ کې د ټکنالوژۍ د مخکښو شرکتونو له مشرانو سره تر غونډې وروسته وویل، د مصنوعي ځیرکتیا د صنعت ځانڅار «ډېر مهم» دی. هغه همداراز اعلان وکړ چې د دې ټکنالوژۍ نوم به په رسمي ډول «زبر ځیرکتیا» ته بدل کړي.
ټرمپ خبریالانو ته وویل: «موږ ډېره ښه، ګټوره او له دوستانه فضا ډکه غونډه درلوده.»
هغه وویل، د سېشنبې په ورځ به د واشنګټن پر وخت شاوخوا پنځه بجې د نوم بدلولو سند لاسلیک کړي، ځکه د ده په وینا، دا ځیرکتیا «مصنوعي نه ده».
کله چې ترې وپوښتل شول، ایا د شرکتونو مشران باور لري چې مقرراتو ته اړتیا نشته، ټرمپ وویل: «دا باور شته چې باید پراخ ځانڅار موجود وي.» هغه زیاته کړه، د عدلیې وزارت، د تحقیقاتو فدرالي ادارې یا اېفبيآی او نورو ادارو له لارې هم څار موجود دی.
ټرمپ وویل، د شرکتونو مشرانو هوکړه کړې چې په هغو سیمو کې به له ځايي ټولنو سره همکاري کوي چې د معلوماتو مرکزونه پکې جوړېږي. د هغه په وینا، په دې همکاریو کې د تېلو او ګازو برابرول او له ښوونکو سره مالي مرسته شاملېدای شي.
د رسنیو د راپورونو له مخې، نږدې ۲۴ سوداګریزو مشرانو په غونډه کې ګډون کړی و. د اېنوېډیا اجرائیوي رئیس جېنسن هوانګ او د ټېسلا او سپېساېکس مشر ایلان مسک د ټرمپ دواړو خواوو ته ناست وو.
د انتروپیک اجرائیوي رئیس ډاریو امودي، د اوپناېآی رئیس ګرېګ بروکمن، د مېټا اجرائیوي رئیس مارک زوکربرګ، د ګوګل اجرائیوي رئیس سندر پیچای، د مایکروسافټ اجرائیوي رئیس ستیا نادېلا او د امازون بنسټګر جېف بېزوس هم په غونډه کې ګډون درلود.
ټرمپ د سېشنبې په ورځ تر دې غونډې مخکې america.gov معرفي کړ؛ د مصنوعي ځیرکتیا پر مټ د خبرو اترو یو سیسټم چې له امریکایانو سره دولتي خدمتونو ته په لاسرسي کې مرسته کوي.
هغه د دې خدمت د معرفي کولو پر مهال وویل: «زه به هېڅکله د داسې یوې ټکنالوژۍ د ودې مخه ونه نیسم چې تر صنعتي انقلاب به هم لویه وي.»
ټرمپ تر غونډې وروسته وویل، امریکا د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې «ډېر لوی مخکښوالی» لري. امریکا او چین تېره اوونۍ واشنګټن ته د چین د ولسمشر شي جینپینګ د سفر پر مهال هوکړه وکړه چې له مصنوعي ځیرکتیا سره د تړلو پېښو د مدیریت لپاره د اړیکو یو کانال جوړ کړي.
په سپینه ماڼۍ کې دا غونډه داسې مهال وشوه چې د مصنوعي ځیرکتیا د صنعت مشران د دې ټکنالوژۍ د خطرونو په اړه خبرداری ورکوي.
ډاریو امودي د روانې میاشتې په پیل کې له مخکښو شرکتونو وغوښتل چې د پراختیا بهیر ورو کړي. اوپناېآی هم د دوشنبې په ورځ وویل چې د خپلو څېړونکو د خوندیتوب اندېښنو له امله یې د خپل وروستي ماډل خپرول ځنډولي دي.
دا خبرداري تر هغو پېښو وروسته ورکړل شوي چې د مصنوعي ځیرکتیا خودکارو سیسټمونو د انسان له لارښوونې پرته اقدامات وکړل.
اوپناېآی د جولای په میاشت کې وویل، ماډلونه یې د ازموینې له یوه جلا چاپېریال څخه وتلي او د «هګینګ فېس» شرکت کمپیوټري زېربنا ته یې غیرمجاز لاسرسی پیدا کړی دی. شرکت دا «بېسارې سایبري پېښه» وبلله.
انتروپیک، ګوګل او مېټا هم ویلي چې سیسټمونو یې د ازموینو پر مهال په خپل سر د نورو سازمانونو کمپیوټري سیسټمونو ته غیرمجاز لاسرسی پیدا کړی دی. اوپناېآی تېره اوونۍ څرګنده کړه چې خودکارو سیسټمونو یې د امریکا د درېیو فدرالي ادارو وېبپاڼو ته لاسرسی موندلی و.
د اوپناېآی اجرائیوي رئیس سام الټمن د سېشنبې په ورځ سياېنبيسي ته وویل: «موږ خپل پرمختګ په سنجول شوي سرعت پرمخ وړو؛ په دې کې کله ناکله د یوه ماډل نه روزل هم شامل دي.»
اېنوېډیا د دوشنبې په ورځ د «OpenShell» په نوم یو پلېټفارم معرفي کړ چې د مصنوعي ځیرکتیا د خودکارو سیسټمونو لاسرسی یوازې منظور شویو فایلونو، وسیلو او شبکو ته محدودوي او د ننوتلو اصلي معلومات ترې خوندي ساتي.
هوانګ د «Sentry» په نوم د څار یو سیسټم هم اعلان کړ چې د اېنوېډیا پر BlueField-4 پروسېسرونو کار کوي او د خودکارو سیسټمونو چلند له هغه کمپیوټري چاپېریال څخه بهر څاري چې سیسټمونه پکې فعالیت کوي. د هغه په وینا، دا وسیله کولای شي په څو مليثانیو کې هغه سیسټم جلا کړي چې له ټاکلو حدودو څخه د وتلو هڅه کوي.
په کانګرس کې هم د مصنوعي ځیرکتیا د خوندیتوب په اړه بحثونه روان دي.
د استازو جرګې د ډیموکراتانو مشر حکیم جېفریز د دوشنبې په ورځ سياېنبيسي ته وویل، قانون جوړوونکي باید «همدا اوس په زړورتیا او مسؤولانه ډول» د مصنوعي ځیرکتیا د خوندیتوب موضوع ته جدي پام وکړي.
د استازو جرګې رئیس مایک جانسن تر غونډې مخکې همدې رسنۍ ته وویل، شرکتونه کولای شي د لا زیات څار لپاره رضاکارانه ګامونه واخلي.
جانسن وویل: «زه فکر کوم لږ څار، لږ شفافیت او د روانو فعالیتونو لږه بهرنۍ ارزونه به د ډېرو خلکو اندېښنې کمې کړي.»
فورم \ دبحث خونه