د لاس رسي وړ اتصالات

د زبر ځیرکتیا د خوندیتوب په هوکړه کې څه دي؟

د زبر ځیرکتیا د خوندیتوب هوکړه له شرکتونو غواړي چې د پرمختللو سیستمونو د روزنې او کارونې پر مهال داخلي کنټرول یا څارنې رامنځته کړي.
د زبر ځیرکتیا د خوندیتوب هوکړه له شرکتونو غواړي چې د پرمختللو سیستمونو د روزنې او کارونې پر مهال داخلي کنټرول یا څارنې رامنځته کړي.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د ټکنالوژۍ د شپږو لویو شرکتونو مشرانو د سه‌شنبې په ورځ یوه رضاکارانه هوکړه لاسلیک کړه چې له مخې یې شرکتونه ژمنه کوي د خپلو زبر ځیرکتیا یا Super Intelligence سیستمونو داخلي او بهرنۍ ارزونه وکړي.

د فدرالي حکومت له خوا اوس د مصنوعي ځیرکتیا یا AI لپاره د Super Intelligence اصطلاح کارول کېږي. دا سند ولسمشر ټرمپ، د ګوګل اجراییوي مشر سندر پیچای، د انتروپیک اجراییوي مشر داریو امودي، د مېټا اجراییوي مشر مارک زکربرګ، د انوېډیا اجراییوي مشر جنسن هوانګ، د OpenAI مشر ګریګ بروکمن او د xAI بنسټګر ایلان مسک لاسلیک کړی دی.

په هوکړه کې څه دي؟

هوکړه له شرکتونو غواړي چې د پرمختللو سیستمونو د روزنې او کارونې پر مهال داخلي کنټرول یا څارنې رامنځته کړي. په دغو څارنو کې سایبري امنیت، بیولوژیکي امنیت او کیمیاوي ګواښونه شامل دي، څو سیستمونه په ناارادي ډول تخنیکي شبکو ته لاسرسی پیدا نه کړي او یا یې هک نه کړي. همدارنګه، شرکتونه باید د خپلو څارنو د ارزونې لپاره داخلي ټیمونه ولري، یو خپلواک بهرنی پلټونکی یې وڅېړي او د هر شرکت د مدیره پلاوي یوه خپلواکه کمېټه هم پایلې وارزوي.

په سند کې ویل شوي، کېدای شي په راتلونکې کې د دغو اقداماتو ځینې برخې په قوانینو یا مقرراتو بدلې شي. شرکتونه به د ګډو معیارونو او غوره کړنلارو د جوړولو لپاره هم په منظم ډول غونډې کوي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سند «تقریباً د یوه اساسي قانون په څېر» وباله او ویې ویل، د ټکنالوژۍ شرکتونه پوهېږي چې باید خپل فعالیتونه پخپله وڅاري. هغه وویل، د شاوخوا لسو کسانو د یوې کمېټې پر جوړولو هم غور کوي چې پر دې برخه څارنه وکړي. ټرمپ همدارنګه وویل چې په راتلونکو ورځو کې به د «زبر ځیرکتیا» لپاره یو ځانګړی مسئول وټاکي. ټرمپ د سه‌شنبې په ورځ یو اجرائیوي فرمان هم لاسلیک کړ چې فدرالي ادارو ته لارښوونه کوي په رسمي اجرائیوي اړیکو او هغو اسنادو کې چې قانوني متن نه وي، د Artificial Intelligence او AI یعني مصنوعي پر ځای د Super Intelligence او SI یعنی د زبر ځیرکتیا اصطلاحات وکاروي.

د ټکنالوژۍ شرکتونه څه وايي؟

د مېټا اجراییوي مشر مارک زکربرګ دا هوکړه تاریخي وبلله او ویې ویل، موخه دا ده چې امریکایانو او مشتریانو ته ډاډ ورکړل شي چې ټکنالوژي د شرکتونو د هدف مطابق کار کوي. د انوېډیا اجراییوي مشر جنسن هوانګ وویل، د ټکنالوژۍ د پرمختګ او خوندیتوب ترمنځ تضاد نشته او دا ټکنالوژي باید په مسئولانه او خوندي ډول پرمختګ وکړي. خو د انتروپیک مشر داریو امودي محتاط دریځ غوره کړ او ویې ویل چې دا ټکنالوژي «واقعي خطرونه» لري او د دغو خطرونو د مخنیوي څرنګوالی لا هم تر بحث لاندې دی.

اندېښنه ولې زیاته شوې؟

د سپینې ماڼۍ دا غونډه وروسته له هغو پېښو شوې چې د سرچینې له مخې، ځینو پرمختللو AI سیستمونو د ازموینې له ټاکلو حدودو بهر فعالیت کړی دی. په متن کې د OpenAI، Anthropic، Google او Meta د سیستمونو اړوند د داسې پېښو یادونه شوې او ویل شوي چې د AI د پرمختګ له چټکتیا سره د سایبري امنیت او د سیستمونو د کنټرول په اړه اندېښنې هم زیاتې شوې دي.

قانون جوړونکي څه وايي؟

د ویرجینیا دیموکرات سناتور مارک وارنر د رضاکارانه هوکړې پر ځای د پرمختللو سیستمونو لپاره د اجباري ازموینو، ارزونو او د پېښو د راپور ورکولو مقرراتو غوښتنه کړې ده. خو د استازو جرګې جمهوري غوښتونکي مشر مایک جانسن، چې د سپینې ماڼۍ د غرمې ډوډۍ غونډې ګډ کوربه و، دا هوکړه «یو ډېر مهم لومړی ګام» وباله او ویې ویل چې دا د هغو معیارونو او اصولو بیان دی چې شرکتونو په رضاکارانه توګه منلي دي.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

​
XS
SM
MD
LG