د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله، غني ته د اروپايي ټولنې د مبارکۍ په ویلو خواشیني ښودلې

د ثبات او همپالنې انتخاباتي ډلې مشر عبدالله عبدالله، د اروپايي ټولنې له خوا محمداشرف غني ته په انتخاباتو کې د بریا د مبارکۍ پر ورکولو اعتراض کړی دی.

ښاغلي عبدالله په یو لیک کې د بهرنیو اړیکو او سیاسي پالیسۍ په چارو کې د اروپایي ټولنې جګپوړي استازي جوسیپ بوریل له خوا جمهور رئيس غني ته د مبارکۍ پر ویلو خواشیني او حیرانتیا څرګنده کړې ده.

عبدالله عبدالله دا اقدام د افغانستان د خلکو او انتخاباتي ډلو د توقع او د اروپايي ټولنې د رغوونکي او بې‌پرۍ دریځ خلاف بللی دی.

عبدالله په دغه لیک کې چې د پنجشنبې په ورځ یې په خپل فیسبوک کې د اعتراض په توګه خپور کړی، لیکلي دي: "هیله لرم چې په کابل کې د اروپایي ټولنې محترم هیات په دې برخه کې لازم توضیحات وړاندې کړي او خپل رغوونکی دریځ د افغانستان له خلکو سره شریک کړي".

ښاغلي عبدالله یو ځل بیا ټینګار کړی چې د انتخاباتو کمېسیون له خوا اعلان شوي نتایج نه مني.

د بهرنیو اړیکو او سیاسي پالیسۍ په چارو کې د اروپایي ټولنې استازي جوسیپ بوریل د چهارشنبې په ورځ د فبروري په ۱۹مه (سلواغې ۳۰) په یوې ټیلیفوني اړیکه کې جمهور رئیس محمداشرف غني ته په انتخاباتو کې د بریالي کیدو مبارکي ورکړه.

همدا شان د اروپايي ټولنې سربیره د کویت او هندوستان حکومتونو هم ښاغلي غني ته په دغو انتخاباتو کې د بریا مبارکۍ ورکړي دي.

د افغانستان د انتخاباتو کمېسیون د تلې/میزان په شپږمه د جمهوري ریاست انتخاباتو کې، محمداشرف غني د ۵.۶۴ فیصده معتبرو رایو په ترلاسه کولو سره ګټونکی اعلان کړ.

دغه کمېسیون د چهارشنبې په ورځ ناوخته ښاغلي غني ته په انتخاباتو کې د ګټونکي کاندید باورلیک یا انتخاباتي وثیقه هم رسماً وسپارله.

عبدالله عبدالله په دغو انتخاباتو کې ۳۹.۵۲ فیصده معتبرې رایې ترلاسه کړي دي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG