د لاس رسي وړ اتصالات

د «PTM» مخکښو غړو غني ته په ټاکنو کې د بریا مبارکي ویلې


په داسې حال کې چې د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د وروستیو پایلو د اعلان وروسته هېڅ بهرني هېواد یا کوم نړیوال بنسټ د ولسمشر غني د بریا په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو د پښتون ژغورنې غورځنګ یا (PTM) ځینو مخکښو مشرانو د افغانستان ولسمشر ته د مبارکۍ پیغامونه خپاره کړي دي.

د یاد غورځنګ یو غړي محسن داور په خپل ټویټر پاڼې کې ولسمشر اشرف غني ته د مبارکۍ تر څنګ ویلي "هیله لرم چې ولسمشر د سولې لپاره هر ډول هڅه وکړي."

د دغه غورځنګ بلې غړې سنا اجاز هم په خپل ټویټر پاڼې کې، ولسمشر اشرف غني او لومړي مرستیال امرالله صالح ته په ټاکنو کې د بریا مبارکي ویلي او زیاته کړې یې ده "وايي چې سر روغ وي، د نورو غړو روغتیا په خپله راځي."

د پښتون ژغورنې غورځنګ دوه نور مشران علي وزیر او وړانګې لوڼۍ هم د مبارکۍ پیغامونو په خپرولو هیله څرګنده کړې چې نوی حکومت د افغانانو هیلې پوره کړي.

د ولسمشریزو ټاکنو وروستۍ پایلې پرون سه شنبه (د سلواغې ۲۹) د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون له خوا اعلان شوې.

په دغو پایلو کې محمد اشرف غني د ۵۰،۶۴ سلنې رایو په ترلاسه کولو ګټونکی اعلان شو.

عبدالله عبدالله بیا د ټاکنو خپلواک کمیسیون معلوماتو په اساس ۳۹،۵۲ سلنه رایې ګټلي خو د پایلو د اعلان وروسته یې ویلي چې د ده ډله د ټاکنو ګتونکې ده.

د معمول سره سم د ټاکنو د وروستیو پایلو د اعلان سره سم بهرني هېوادونه او نړېوال بنسټونه د ټاکل شوي ولسمشر د بریا لپاره د مبارکۍ پیغامونه خپروي خو د افغانستان د ۱۳۹۸ کال د ټاکنو پایلو د اعلان یو ورځ ورسته هم تر اوسه کوم هېواد یا کوم نړېوال بنسټ د دغه پایلو اعلان په اړه غبرګونه نه دی ښودلی.

XS
SM
MD
LG