د لاس رسي وړ اتصالات

افغان لوبغاړي عظیم خرم خپل هندي سیال ته ماتې ورکړه


د ازادو رزمي سیالو یا فري فایټ افغان لوبغاړي عظیم خرم خپل هندي سیال مظهر خان "تخنیکي ناک اوټ" کړ او د سیالۍ اتلولي یې وګټله.

دا سیالۍ تېره شپه د جولای په ۲۴مه (زمري ۲) د هند په ممبیي ښار کې د اتلانو د شپې مبارزې یا "هیرو فایټ نایټ" د ازادو رزمي سیالیو د نړیوال سازمان په پنځم پړاو سیالیو کې ترسره شوه.

د عظیم خرم روزونکي ضیاالرحمان همدرد د یکشنبې په ورځ جولای ۲۴ (زمري ۳) امریکا غږ ته وویل چې ښاغلي خرم د لومړي رونډ په دویمې دقیقې کې خپل سیال ته ماتې ورکړه.

د هغه په وینا په ازادو رزمي سیالیو کې تخنیکي ناک اوټ د لوبغاړو لپاره یو له مهمو اتلولیو او ریکارډونو څخه ګڼل کېږي.

عظیم خرم له دې وړاندې هم یوه پروفیشنل او درې اماتور سیالۍ ترسره کړي او ټولې یې ګټلې دي.

خرم په سپک وزن کې لوبېږي او د ازادو رزمي سیالیو ترڅنګ یې په هند کې د ماسټرۍ تر کچې زده کړې هم کړي دي.

XS
SM
MD
LG