د لاس رسي وړ اتصالات

ارګ: له طالبانو څخه دې د نیابتي ډلې په توګه استفاده ونشي


د افغانستان جمهوري ریاست له طالبانو د ایران د ملاتړ په تړاو خپرو شویو راپورونو ته په غبرګون کې وايي چې له طالبانو څخه باید د نیابتي ډلې په توګه استفاده ونشي.

د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند مرستیالې درانۍ وزیري د چهارشنبې په ورځ د اګست ۱۹ (زمري ۲۹) امریکا غږ ته وویل چې په افغانستان کې سوله په سیمه کې د سولې په معنی ده.

اغلې وزیري زیاته کړه: "د سولې روان بهیر او د نړیوالې ټولنې غوښتنه هم دا ده چې د طالبانو له ډلې څخه باید په سیمه کې د یوې نیابتي ډلې په توګه استفاده ونشي".

دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې د سي.ان.ان خبري شبکې د اسنادو او شواهدو په اساس په یو راپور کې ویلي چې ایران په افغانستان کې د امریکايي او ایتلافي ځواکونو د وژلو په بدل کې طالبانو ته پیسې ورکوي.

له دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم ازادي راډیو ته ویلي چې د متحده ایالاتو د معلوماتو په اساس روسیه او ایران طالبانو ته وسلې ورکوي.

د سي.ان.ان په راپور کې راغلي دي چې د ایران د قدس ځواکونو پر قومندان قاسم سلیماني د امریکا د برید یو لامل هم دا و چې نوموړي له طالبانو سره مرسته کوله.

خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده د دوشنبې په ورځ دا تورونه رد کړل او وې ویل چې دا ډول څرګندونې د عمومي افکار د بدلولو لپاره کیږي.

په عین حال کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف له خپل افغان سیال محمد حنیف اتمر سره په ټيلیفوني خبرو کې ویلي چې هېواد یې د افغانستان په مالکیت او رهبرۍ د سولې له پروسې څخه ملاتړ کوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې په دغې ټیلیفوني اړیکه کې ایران یوځل بیا د افغانستان د سولې د خبرو د کوربتوب لپاره چمتوالی ښودلی دی.

XS
SM
MD
LG