د لاس رسي وړ اتصالات

ایران طالبانو ته د وسلو ورکولو ادعا رد کړه 


امریکايي چارواکي وايي دوی پوهیږي چې ایران وسله والو طالبانو ته وسلې ورکوي
امریکايي چارواکي وايي دوی پوهیږي چې ایران وسله والو طالبانو ته وسلې ورکوي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د امریکايي چارواکو هغه ادعاوې بې اساسه وبللې چې ګنې تهران په افغانستان کې وسله والو طالبانو ته وسلې او مهمات ورکوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو څو ورځې مخکې د ازادۍ راډیو سره په یوې مرکې کې په دې اړه ویلي وو: " موږ معلومه کړې ده. په تاریخ یې هم خبر یو. پوهېږو چې روسیې طالبانو ته وسلې ورکړې وې. سمه ده؟ په دې هم پوهېږو چې اوس ایران طالبانو ته وسلې ورکوي. موږ په واقعیتونو خبر یو. موږ دوی هر یوه ته خپلې غوښتنې ښکاره کړې دي."

خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده د دوشنبې په ورځ اګست ۱۷ (زمري۲۷) وویل چې دا ډول تورونه د عمومي افکار د بدلولو لپاره لګول کیږي.

په همدې حال کې سي ان ان وايي داسې اسناد یې ترلاسه کړي چې ښکاره کوي ایران طالبانو ته پېسې ورکولې چې په افغانستان کې د امریکا او ایتلاف سرتېري ووژني.

په راپور کې راغلي دي چې د ایران د قدس ځواکونو پر قومندان قاسم سلیماني د امریکا د برید یو دلیل هم دا و چې هغه هېواد له طالبانو سره مرسته کوله.

قاسم سلیماني څه موده مخکې د بغداد هوايي ډګر ته نژدې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په یو برید کې ووژل شو.

تر دې مخکې یو شمېر افغان چارواکو هم ایران تورن کړی و چې وسله والو طالبانو ته وسلې ورکوي.

له دې هر څه سره سره د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی محمد ابراهیم طاهریان قطر ته تللی او هلته یې د طالبانو له استازو سره کتلي دي.

تر دې مخکې د قطر د طالبانو یو پلاوي هم ایران ته سفر کړی و او د هغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر جواد ظریف او نورو چارواکو سره یې خبرې کړې وې.

XS
SM
MD
LG