د لاس رسي وړ اتصالات

عمر شینواری: سپین‌بولدک کې طالبانو ۱۰۰ ملکیان په ډزو وژلي


د افغانستان د وسله‌والو ځواکونو ویاند جنرال اجمل عمر شینواری وايي چې طالبانو د کندهار په سپین‌بولدک ولسوالۍ کې ۴۰۰ ملکیان له خپلو کورونو بیولي او ۱۰۰ کسه یې په ډزو وژلي دي.

جنرال شینواري د دوشنبې په ورځ جولای ۲۶ (زمري ۴) خبریالانو ته وویل د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه د هیواد له لویې څارنوالۍ سره په ګډه دا قضیه څیړي.

د افغانستان لویې څارنوالۍ په یو بیان کې د کندهار په سپين‌بولدک ولسوالۍ کې د لسګونو افغانانو وژل "نړیوال جرم، نسل وژنه او جنګي جنایت" بللی او په اړه یې د جدي ارزونو خبر ورکړی دی.

په بیان کې راغلي: "د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ امنیتي او کشفي بنسټونو ته هدایت ورکړی چې له نړیوالو جرمونو سره د مبارزې څارنوالۍ ریاست په همغږۍ دا پېښه د هېواد د نافذه قوانینو په رڼا کې په هراړخیزه توګه بررسي کړي او خپلې موندنې د تحقیق، عدلي تعقیب او د مرتکبینو د مجازاتو لپاره له دې ادارې سره شریکې کړي".

خو طالبانو د کندهار په سپین‌بولدک ولسوالۍ کې له کورونو څخه د سلګونو کسانو ایستل او له دې شمېرې د ځينو وژل یې اوازې بللي او رد کړي یې دي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم یو ځل بیا په افغانستان کې د بشري حقونو د نقضولو قضیو په ځانګړې توګه د مدني ټولنې او رسنیو د فعالینو د هدفي وژنو، په ښوونیزو بنسټونو او مذهبي او قومي اقلیتونو باندې د بریدونو په څیړلو ټینګار کړی دی.

دغه کمېسیون ویلي چې یادې قضیې باید د "ملګرو ملتونو د متخصصې او خپلواکې تحقیقي ډلې" له خوا وڅیړل شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم په دغه هېواد کې د بشر ضد جنایتونو او سرغړونو د څیړلو لپاره د بشري حقونو د شورا د غونډې رابللو او افغانستان ته د ملګرو ملتونو د حقیقت موندونکي پلاوي د استولو غوښتنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG