د لاس رسي وړ اتصالات

د کندهار والي: کندهار سیاسي سقوط کړی، نه نظامي 


د کندهار ښار
د کندهار ښار

د کندهار والي‌ روح الله خان زاده د شنبې په ورځ جولای ۱۷ (چنګاښ۲۶) په خبري‌ کنفرانس کې د کندهار په وروستیو نا امنیو کې یو شمېر سیاسي افراد دخیل وبلل.

په داسې حال کې چې وسله والو طالبانو د سپین بولدک په ګډون په کندهار کې ځینې سیمې نیولي‌دي، د دغه ولایت والي وايي چې یو شمېر سیاسي افرادو له جګړې پرته سیمې او پوستې طالبانو ته پرېښي دي.

ښاغلي‌ خان زاده وویل: « کندهار سیاسي سقوط کړی دی، کندهار نظامي سقوط نه دی کړی. په یوه یوه تیلیفون باندې یې سربسته سربسته ولسوالۍ ایله کړي (پرېښي) دي. که نظامي سقوط وي،‌ په ولسوالۍ کې خو به یو شهید یو زخمي کیږي بیا به یې پرېږدي. په زرو زرو (زرګونه) عسکر تللي دي‌ او په خپلو کورونو کېناستلي دي. داسې ځایونه رامعلوم دي چې څلور ورځې کیږي پوستې پرېښودل شوي او تر ننه پورې طالب هغه ځای ته نه دی ورغلی. ۵۰-۵۰ پوستې په یوه تیلیفون پرېښودل شوي دي.»

ښاغلي خان زاده په وار وار د «سیاسي کړیو» اصطلاح یاده کړه او دا یې هم وویل چې د کندهار ولایت دا «مشران په کابل کې ناست» دي خو، په ښکاره یې د کوم کس یا ډلې نوم وانخیست.

والي دغو کسانو ته چې هغه یې نوم وانخیست خبرداری ورکړ که د «کندهار له ملت څخه لاس وانخلي، د فساد دوسیې به یې» ټول افغانستان ته افشاء کړي.

د کندهار د والي تر دغه خبري کنفرانس مخکې ځینې راپورونه ورکړل شوي وو چې په کندهار کې ځینې سیمې له جکړې پرته پرېښودل شوي دي.

کندهار کې د طالبانو تلفات

د کندهار د والي سره په دغه خبري کنفرانس کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال عبدالرحمن رحمن هم ناست و. هغه خبریالانو ته وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کندهار په بېلا بېلو سیمو کې څه باندې ۶۰ وسله وال طالبان وژل شوي او شاوخوا ۸۰ نور یې ژوبل دي. ‌هغه وویل چې په وژل شویو کې یې د وسله والو طالبانو ځينې قومندانان هم شامل دي.

ښاغلي‌ رحمن په خپلو خبرو کې پاکستان په افغانستان کې په جګړې تورن کړ او وویل: «.. دا د اسلام جنګ نه دی، د اسلام اباد جنګ دی..»

هغه په خپلو خبرو کې ډاډ وښوده چې طالبانو ته به ماتې ورکوي او د کندهار امنیت به ساتي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال داسې مهال دا خبره کوي چې څو ورځې مخکې د ولسمشر غني‌ لومړي‌ مرستیال امرالله صالح په پاکستان تور ولګوه چې افغان هوايي ځواک ته یې خبرداری ورکړی دی چې د طالبانو په ضد برید ونکړي او که داسې وکړل، د هغوی له غبرګون سره به مخامخ شي.

پاکستان دا تورونه رد کړل او وویل چې داسې کوم څه نه دي‌ شوي.

وسله والو طالبانو څو ورځې مخکې د سپین بولدګ ونیوه او افغان چارواکي وايي چې د بېرته نیولو لپاره یې عملیات پيل شوي دي.

XS
SM
MD
LG