د لاس رسي وړ اتصالات

د پښتو ژبې وتلی افغان سندرغاړی ایوب استاد مړ شو


د افغانستان د پښتو موسیقۍ وتلې څېره ایوب استاد له اوږدې ناروغۍ وروسته د شاوخوا ۹۰ کلونو په عمر په ننګرهار کې مړ شو.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ایوب استاد مړینه هنري ضایعه بللې ده.

د دغه وزارت د فرهنګ او هنر مرستیال هارون حکیمي امریکا غږ ته وویل: "استاد ایوب د هیواد موسیقۍ ته په ځانګړې توګه د میني، هېوادپالنې او ژوند ژوند سندرو ته په خپل ځای بې‌ساری خدمت وکړ. له یوې مودې راهیسې ناروغ و، د ناروغۍ پر مهال یې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري پوښتنه شوې ده".

ښاغلي حکیمي زیاته کړې چې په ننګرهار کې یې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته د ایوب استاد د جنازې د مراسمو د درناوي او تنظیم دنده سپارلې ده او همداشان د موسیقۍ د ریاست له لوري به یې له کورنۍ سره مالي مرسته هم وشي.

ایوب استاد چې په ماشوموالي کې یې د موسیقۍ هنر ته مخه کړې وه څه باندې اوه لسیزې یې په پښتو ژبه سندرې وویلې چې "لیونۍ مینې کړم اشنا له بیابانه سره" په څیر ګڼې مشهورې سندرې لري.

ایوب استاد د خپل هنري ژوند په کلونو کې زیات شمېر ځوان سندرغاړي هم وروزل.

XS
SM
MD
LG